طالبان: د بندیانو د موضوع څیړلو لپاره د لویې جرګې رابلل هیڅ معنی او د توجیه وړ مبنا نه لري

عزم سه شنبه ۱۴زمری، ۱۳۹۹):طالبانو په خپله اونیزه سرمقاله کې د کابل حکومت لخوا د لویې جرګې رابللو ته پام کړی او ویلي یې دي: «د ارګ چارواکي چې د سوله ییز حل پر خوا د پیل شوې پروسې په جریان کې کاملا د ولس د هیلو برعکس عمل کوي او د سیاسي موضع ګیرۍ لپاره هیڅ منطقي سوژه نه لري اوس هڅه کوي څو ورځې د لویې جرګې د جوړولو په موضوع عامه اذهان مشغول کړي او د بین الافغاني مذاکراتو پروسه وځنډوي. له دې پرته د بندیانو د موضوع د څیړلو لپاره د لویې جرګې رابلل هیڅ معنی او د توجیه وړ مبنا نه لري»

سرمقاله وایي چې لویې جرګې د افغانستان په تاریخ کې همېشه د خورا سترو او اساسي موضوعاتو د حل لپاره راغوښتل شوې خو د معاصر افغانستان په څه کم درې پیړۍ تاریخ کې موږ د ګوتو په شمیر لویې جرګې لرو چې په هیواد د “بهرني یرغل د دفاع”، د زعامت د ټاکلو او یا نورو مهمو مسائلو په اړه راغوښتل شوي دي.
طالبانو ویلي« په تیرو شلو کلونو کې د کابل ادارې واکمنو چې هیڅ قانوني پشتوانه یې نه درلوده، بیا بیا یې هڅه کړې چې د لویې جرګې له عنوان څخه ابزاري استفاده وکړي، دوی هرځل د محدود شمیر دولتي منسوبینو او په اجوره راوستل شویو کسانو په مټ د جرګې تمثیل کړی چې له تبلیغاتي هنګامې پرته یې هیڅ اغیز او پایله نه ده درلودلې»

طالبانو یوځل بیا ټینګار کړی چې د دوحې د تړون سره سم یې خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي او په دې برخه کې به نور هم د توافق شویو مواردو سره سم عمل کوي.
طالبانو پر افغان ولسونو غږ کړی چې باید متوجه واوسي او په دې حساسه مرحله کې هغه څيرې وپیژني چې د خپلو شخصي ګټو او نامشروع اقتدار د دوام لپاره د ټول ولس په هیلو لوبې کوي. «د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ لپاره بیلابیلې بهانې او پلمې رامخته کوي، خو یوازینی مقصد یې دا دی تر څو د اشغال او بحران تمدید ته لاره هواره کړي»

سرمقاله وایي، چې طالبانو که له یوې خوا د اختر په شپو کې یو اړخیز اوربند اعلان کړ، له بلې خوا یې له خپل جانبه ټول هغه بندیان خوشي کړل چې په اړه یې توافق شوی و او په دې برخه کې یې د حسن نیت د اظهار په حیث له زر تنو څخه اضافه بندیان آزاد کړل تر څو یې په دې برخه کې خپل مسؤلیت په ښه طریقه سرته رسولی وي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button