د اِم، ټي، این مخابراتي شبکې د بندیدو په هکله د مخابراتو وزارت سپیناوی

عزم پنجشنبه ۱۶زمری، ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې رویټرز آژانس خبر ورکړ چې ګواکې د ام ټي این مخابراتي شرکت غواړي افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه ودروي او خپل سهام پلور ته وړاندې کړي، تازه یې د مخابراتو وزارت اړوند د اترا ادارې په هکله وضاحت خپور کړی دی.


اترا ویلي، «د ایم ټي این افغانستان مخابراتي شرکت اجرائیوي رئیس عباد رضا، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) رهبرۍ، عمر منصور انصاري ته ډاډ ورکړ چې له افغانستانه وتل یې لومړیتوب نه دی او نه په دې تړاو کومه قطعي پرېکړه شوې ده.»

خبرپاڼه وایي، له منځني ختيځ نه د ام ټي این د احتمالي وتلو په هکله خپور شوی خبر د سيمې لپاره د منځمهالې ستراتیژۍ (۵ کلونو لپاره)‌ په چوکاټ کې وړاندې شوی نظر دی چې په سر کې یې د سوریې هېواد دی، خو د افغانستان اړوند داسې کومه نهایي پرېکړه نه ده شوې.

اترا د ام ټي این له قوله ویلي دي چې دا مهال يوازې د سوريې په هکله، هغه هم د یاد هېواد د حکومت په غوښتنه، له ټيلي-انویسټ سره چې دغه هېواد کې ورسره د ۲۵٪ اسهامو لرونکی دی او د ايران په هکله چې د تعزیراتو له کبله يې هلته کار کول سخت شوي دي په لوړه کچه مذاکرات روان دي.

د مخابراتو وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالصمد پویا بیا ویلي چې افغانستان او منځنۍ آسیا کې ددغه شرکت فعالیتونه د دولت یا هم سیمه ایز وضعیت پورې تړاو نه لري، بلکې په وینا یې چې شرکت کولای شي خپلو ګټو ته په کتو سره هر ډول پریکړه وکړي.

وړاندې د امریکا لخوا هم پر دغه شرکت فشارونه وه چې ګواکې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د شپې آنتونونه بندوي چې دې کار له ګډوځواکونو سره د اطلاعاتو راټولولو کې ستونزې ایجاد کړې دي.
دغه راز پر یاد شرکت تور وه چې ګواکې طالبانو ته یې د خپلو آنتونونو د امنیت ساتنې لپاره لسګونه میلیونه ډالر سهمیه ورکړې او د هغوی هره غوښتنه یې پرځای کړې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button