ديموکراسي، که د دين مسخره کولو هڅې؟

 

عبدالرحمن سعيد
ښايي ګران لوستونکي به خبر وي چې تېرو څو ورځو کې د هرات اړوند کومه سيمه کې يو کس د نبوت له دعوې کولو وروسته؛ له سره بيا کلمه وويله او ظاهراً يې توبه ووېستله او له خلکو يې بښنه هم وغوښته. دا چې تر دې وروسته به د حکومت له خوا نوموړي سره څه ډول چلند وشي او چارواکي به يې په اړه څه فيصله کوي، موږ پرې څه نه وايو.
بلکې، زموږ او ګردو عامو هېوادوالو اندېښنه دا ده چې پر هېواد د حاکمې ديموکراسۍ او پرمختګ تر پلمې لاندې به نور لا زموږ پر ديني شعايرو او ملي ارزښتونو څومره تمسخر وشي؟!
ځکه؛ دا ملت شاهد دی چې د تېر نولس کلن اشغال بدمرغه زمانه کې په سلګونو ځله د افغانانو د دين او کلتور ښکاره ښکاره سپکې وشوې. مثلاً جوماتونو، مدرسو، قرآن مجيد، ديني علماؤ، د ښځو شرعي حجاب او داسې نورو ارزښتونو سره کاملاً بې باکه چلند او بيا د مسؤلو چارواکو له خوا بې ننګه چوپتيا مو څو څو ځله تجربه کړه او دا مو هم وليدل چې همدغه بې غيرته واکمن په پوره سپين سترګۍ دې ډول ملحدينو او مسخره کوونکو ته خوندي پنا ورکوي او پای کې يې د خپلو خارجي بادارانو تر کوره رسوي.
افغان مؤمن ولس پوهيږي او باوري دی چې د کابل رژيم د دې لپاره پرې تپل شوی چې تر واک او انتظام لاندې يې په همدې توګه د دې مسلمان ملت ديني مقدسات او کلتوري ارزښتونه مسخره او دلته د يو بشپړ اباحيت او الحاد بازار ګرم کړي. ځکه خو اوس هيڅوک هم دا توقع نه لري چې موجوده چارواکي به کوم مرتد، ملحد، د نبوت مدعي او يا د مقدساتو سپکونکي ته کومه سزا ورکړي. دلته به هيڅ چارواکی دا جرئت ونه کړي، بلکې دغه شان مستهزئين به نور هم نازوي او نړيوالو ته به ځان ښيي، چې ګورئ څومره پر ديموکراسۍ مين او باوري دي.
خو له نېکه مرغه دلته لا هم د هغو افغانانو شمېر څه کم نه دی چې د دې ډول پېښو په اصلي غرض يې سر نه وي خلاص. تر دې چې ډېر ساده او کشران وګړي هم پوهيږي چې دا ډول خوځښتونه فقط د بهرنيو استخباراتي کړيو په هڅونه تر سره کيږي او موخه يې زموږ د ديني غيرت مړاوي کول او له داسې پېښو سره روږدي کول دي. د اسلام دښمنان غواړي په همدې وسيله د افغانانو په منځ کې د لا زياتې بې دينۍ خپرولو لپاره زمينه مساعده کړي او بيا وکړی شي څه ډېر کسان همدغسې الحاد ته وروبولي او زړور يې کړي.
لکه چې د الله تعالی سپېڅلي کلام قرآن مجيد کې څوارلس سوه کاله مخکې د دغسې يو يهودي پلان په اړه خبر راکړل شوی دی. هلته چې د آل عمران سورة په دوه اويايم آيت کې وايي: (وَقَالَت طَّآئِفَةٌ مِّنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ ءَامِنُواْ بِٱلَّذِىٓ أُنزِلَ عَلَى ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَجْهَ ٱلنَّهَارِ وَٱكْفُرُوٓاْ ءَاخِرَهُۥ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ)
ترجمه: «او د اهل کتابو (يهودو) يوې ډلې (احبارو) خپلو کې سره ويل: راځئ د ورځې پيل کې پر هغه څه د ايمان اعلان وکړئ چې پر مؤمنانو نازل شوي او په اخر کې بيرته منکر شئ، ښايي په دې دسيسه د محمد (صلي الله عليه وسلم) ملګري هم بيرته ترې وګرځي».
په دې توګه موږ ويلی شو چې که هېواد کې مو همدا رژيم واکمن او د همدغو چارواکو پنا کې موجودې بهرنۍ شيطاني کړۍ همداسې فعالې وي، نو بيا دې افغان مسلمان ملت هره ورځ د همداسې بې شرميو، بې دينيو، فتنو، فسادونو او کرغېړنو پېښو انتظار کوي.
له بده مرغه اوس دلته ډېرې شيطاني ځالې دي چې هره ورځ نوې نوې هګۍ پکې اچول کيږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button