ايا تا سره نغدي پيسې سته؟

د دغي ليکني لوستل مو لږ وخت نيسي!
شيخ محمدصالح پردل وايي:
يوه ورځ مي پلورونکي ته خپل بانکي کارت ورکړ، په راحت منتظر سوم، چي هغه خپل مقدار مبلغ ځني وضع کړي.
خو په ډير تعجب دستګاه جواب ورکړ، چي کافي مبلغ نسته.
دا ممکن نه وه، ځکه پوهيدم چي د پلورونکي تر مبلغ حداقل درې چنده زياتي پيسې په کارت کي لرم.
په بي حوصلګي مي له پلورونکي وغوښتل، چي بيا کارت وصل کړي، دستګاه جواب ورکړ، چي کود مو غلط دى!
دا ځل پلورونکي په بي حوصلګي راته وويل:
محترمه! مهرباني وکړه، نغدي پيسې راکړه، ایا ستا سره نغدي پيسې سته؟
فکر کوم، کارت دي يو ځای ايښی دی او (Cells) ئې سوځلي دي.
کورته د ستنېدلو پر وخت مي د دکاندار دا خبري په دماغ کي انګېزې کولې(ايا ستا سره نغدي پيسې سته؟).
الهي!
موږ په خپل کارت کي زيات کارونه او عملونه لرو او هغه ته مو اميد دی، لکه عبادات مو کړي دي، د خلکو لاسنيوی مو کړی دی، صدقې مو کړي دي ….
داسي نه وي، چي د حساب او کتاب په ورځ راته وويل سي، چي ستاسوحساب نسته.
او موږ په تعجب ووايو:
ايا دا هم کېدلای سي؟
زموږ هغه نېک اعمال چي موږ کړي دي، څه سول؟
ځواب راکړل سي، ستاسو اعمال مو د يوه شي سره ايښي وه، هغه وسوځل سول او له منځه ولاړل.
مثلاً د« بخل» سره
د« حسد» سره
د« ريا» سره
د«غيبت» سره
د« تهمت» سره
د« دنيا دوستۍ» سره
پر الله جل جلاله باندي د« بې باورۍ» سره
او آخر مو وپوښتي:
له ځانه سره مو څه شي نغدي راوړي دي؟
زموږ جيبونه او لاسونه به خالي وي.
الهي!
د ټولو هغو شيانو او کارونو څخه تاته پناه دروړو، چي زموږ نيک اعمال له منځه وړي.
کاپي د احسان سالارزي له واله.
ژباړه: شاکر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button