بادغیس: د ملي اردو ځواکونو برید کې ۱۶تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم شنبه ۱۸ زمری، ۱۳۹۹): راپورونه وایي چې وړمه ورځ د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالي اړوند د “جوي خوجي” سیمه کې د ملي اردو ځواکونو پر اړوندو کلیو د ډیسي توپونو ډزې کړې او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.

ځایي خلک وایي چې د ډیسي توپ یو فیر د مسجد پر حجره لګیدلی چې له امله یې یو ۱بیګناه هیواد وال شهید او درې۳ د حجرې طالبان او یو عام کليوال سخت زخمیان شوي دي.

د سیمې خلک وایي، چې پرهمدې ورځ دغو ځواکونو د “جوي ګنج د سر خلنګ” په سیمه کې هم پر عامو کورونو ورته بې هدفه بریدونه کړي چې یو فیر یې د سیمې د یوه اوسیدونکي پر کور لګیدلی چې په پایله کې یې د کورخاوند، د نوموړي میرمن او د هغه درې۳لوڼې شهیدانې او د یادې میرمنې یوه لور او د ګاونډي کور یوه انجلۍ سختې ټپیانې شوې دي.
دغه راز ټپیانو کې درې تنه نور نارینه هم شامل دي.

د سیمې خلکو ویلي، چې د دې خونړۍ پیښې ټپیان دامهال د مرکز قلعه نو روغتون کې بستر شوي دي.
تر اوسه د دې بوږنونکې پیښې په تړاو دولتي چارواکو کوم سپیناوی نه دی کړی.
دا پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې حکومت نن د سولې خبرو د پیل لپاره لویه جرګه راغوښتې هغه هڅه چې خلک ورته د شک په سترګه ګوري

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button