ايران پر سعودي عربستان د بريد ګواښ کړی

images__stories__012011__iran saudi-1

تهران(عزم:سه شنبه،۱۴ تله ۹۴ ل) عرب او ايراني رسنيو د ايران د دفاع وزارت د چارواکو له قوله ويلي چې ايران نږدې دوه زره توغندي په سعودي عربستان د بريد له پاره چمتو کړي دي.

د ايران نظامي چارواکي وروسته له هغه دا ډول ګواښونه کوي چې سږ کال يې د حج په مراسمو کې ګڼ شمېر ايراني زيارت کوونکي ووژل شول او يو شمير نور يې ورک شول چې تر اوسه نه دي پيدا شوي.

ايران له سعودي عربستان څخه غوښتي چې د دوی د ورک شويو حاجيانو د مرګ او ژوند په اړه مالومات ورکړي.

يوې ايرانې سرچينې دا هم ويلي چې ښايي ايراني زيارت کوونکي په سعودي عربستان کې داسراييلو له لوري تښتول شوي وي.

خو تر دې مخکې داسې مالومات وو چې دمنا پېښه مخکې له مخکې د ايران د سپاه پاسدارن له لوري تنظيم شوې وه له دغې پېښې څخه ددغه ګوند هدف دا و چې د سعودي عربستان دولت بدنام کړي.

يو پخواني ايراني ديپلومات فرزاد فرهنګيان په يوه تازه خپره شوې ليکنه کې په دې اړه تبصره کړې او ويلي دي چې د سپاه پاسدارن د ګوند ۶ تنه افسران د حج د مراسمو د ګډوډولو له پاره سعودي عربستان ته لېږل شوي وو.

نوموړي ويلي چې ددغو افسرانو هدف د حج د مراسمو د ګډوډلو له امله د سعودي عربستان د دولت تورنول و.

په ليکنه کې راغلي چې دغو افسرانو غوښتل چې د حج په مراسمو کې ګډوډي رامنځته کړي او د همدې کار له پاره دوی د حج په پلمه سعودي عربستان ته لېږل شوي وو.

فرهنګيان ويلي چې له دې پلان څخه مخکې خبر و او له وړاندې يې ددغه پلان د افشاء کولو خبر ورکړی و خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button