د چارواکو د ساتنې لګښت سم په نيمه کمیږي

 

عزم (چهارشنبه، ۲۲ زمری، ۱۳۹۹): دا پرېکړه د کابل حکومت د کابينې په غونډه کې شوې چې په اساس به يې د «رجال برجسته» يعنې اوسنيو او پخوانيو لوړ پوړو چارواکو او سياسي رهبرانو د امنيت ساتنې لګښت تر نيمايي پورې کم شي.
د ارګ مشر مرستياله ويانده درانۍ وزيري وايي: دا فيصله د کابينې په ناسته کې وشوه. ډاکټر غني اړونده بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې او ترڅنګ يې د مشورتي لويې جرګې د لګښتونو پر تقنيني سند دې د بيا کتنې راپور چمتو او له ولس سره شريک کړي.
په دې اړه چې دغه لګښتونه مخکې څومره و او له دې وروسته به څومره کم شي، د لوړ پوړو چارواکو د امنيت ساتلو عمومي مشر، مطبوعاتو ته د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې.
خو د ډاکټر غني لومړي مرستيال امرالله صالح د مشورتي جرګې د لګښت په اړه د ولس له نيوکو وروسته، په خپل فيسبوک وليکل، چې د کال ۴ ميليارده او ۲۰۰ مييونه افغانۍ د «رجال برجسته» په امنيت ساتنې لګول کيږي. ولس دې دا «نجومي شمېرې» تر بحث لاندې ونيسي.
د کابل حکومت د ولسي جرګې لومړی مرستيال محمد ميرزا کټوازی وايي، ولسي جرګه د دغې پرېکړې ملاتړ کوي، د دې ترڅنګ بايد په نورو برخو کې هم دغه شان سپما وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: