کندز: تر غلا لږ شیبه وروسته؛ طالبانو وسلوال غله ځای پر ځای وژلي

عزم چهارشنبه ۲۲ زمری، ۱۳۹۹):د کندز له ولایت نه ورکړل شوي خبرونه وایي چې وړمه ورځ د دغه ولایت د چهاردرې په ولسوالۍ کې طالبانو هغه وسلوال غله وژلي چې خلک یې د لویې لارې پر سر چور کړي وه.
ویل کیږي پیښه د یادې ولسوالۍ اړوند د خُلم پر لوی لار رامنځته شوې چې د عیني شاهدانو په وینا وسلوالو غلو د سورلۍ موټر لوټلي او آن له ښځو یې د سرو زرو ګاڼې هم اخیستې وې. .

خلک وایي، چې د یادو کسانو منځ کې یوه میرمن پر دې توانیدلې وه چې له غلو خپل مبایل پټ وساتي،« کله چې وسله وال غله سورلۍ خوشي کوي؛ سورلۍ د یاد تلیفون په مټ له سیمه ایزو طالبانو سره اړیکه نیسې چې غلو زموږ ټول شته یې یوړل؛ سملاسي سیمې ته طالبان رسیږي او اقدامات ترسره کوي»

د سیمې خلکو ویلي چې طالبانو غلو ته څوځایه کمینونه نیولي وه، چې بالاخره یې په نیولو بریالي او د خلکو له مخې یې ځای پر ځای د خپلو اعمالو په سزا ورسول.

سرچینې زیاتوې، چې د یادو غلو جسدونه لاهم دچهاردرې ولسوالۍ د نواباد سیمه کې پراته دي.
بلخوا بیا د غزني د اندړو ولسوال ویلي چې طالبانو د هغو کسانو له جملې نه دوه کسان نیولي، چې وړمه ورځ یې د کابل _کندهار پر لویه لاره غلا او پر یوه میرمن جنسي تیری کړی وه.
طالبانو تر دې مهاله په دې اړوند څه نه دي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button