ولسي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله د کورنیوچارو وزارت تازه ادعا او د طالبانو سپیناوی

عزم پنج شنبه ۲۳زمری، ۱۳۹۹):نن د کورنیو چارو وزارت ادعا وکړه چې تیرو دو اونیو کې د طالبانو د پوځي فعالیتونو له کبله ۴۵۷ ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي.
د دغه وزارت ویاند طارق آرین له نورو جزیاتو ورکولو پرته ویلي: «د طالبانو د بریدونو له امله په تیروه دوو اوونۍ کې ۱۲۱ ولسي وګړي شهیدان او ۳۳۶ تنه نور ټپیان شوې دي.»

آرین زیاته کړې چې ولسي افغانانو ته ددې تلفاتو زیاته برخه په کندهار، بغلان، ننگرهار او لوگر ولایتونو کې اوښتي.
خو طالبانو بیا دا ادعا له حقیقت لرې بللې او په کلکه یې رد کړې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي« ملکیانوته تلفات د دښمن په بمبار، چاپو او د ثقیله وسلو په حملو کې اوړي.»
مجاهد زیاته کړې ده چې د کابل حکومت دا ډول راپورونه د خپلو جنایاتو د توجیه کولوپه هدف خپروي.
کورنیو چارو وزارت داسې مهال دا راپور خپروي چې نن ورځ د افغان ځواکونو یوه ویډیو خپره شوې چې پکې ځینې عسکر ښکاري چې د وژل شویو طالبانو جسدونه د تبرونو پر مټ ټوټه ټوټه کوي؛ خو یاد وزارت یې په تړاو تردې مهاله خپله چوپتیا نه ده ماته کړې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button