فيسبوک د کرونا اړوند په لکونو جعلي پوسټونه لېرل کړل

داسې ښکاري چې په فيسبوک کې د کرونا وبا اړوند، افواهاتو او بې بنياده تفصيلاتو شمېره زښته ډېره ده.
د ټولنيزو اړيکو تر ټولو زيات کارېدونکي سايټ “فيسبوک” يوازې له اپرېل نه تر جون مياشتې پورې د کرونا وبا اړوند ۷۰ لکه په درواغو او بې اساسه معلومات ولاړ، پوسټونه لېرې کړي.
له دې ورهاخوا په ۹،۸ ميليونو هغو پوسټونو يې هم پرده لګولې چې د فيسبوک Fact checkers يا “حقيقت څېړونکي” ته به کره نه ښکارېدل، خو Delete يا لېري کړي يې ځکه نه دي چې دومره مهم نه ول.
د فيسبوک کمپنۍ وايي، د کرونا وبا خطر ته په کتو سره يې د کرونا اړوند پوسټونو کولو باندې قوانين سخت کړي.
په خبره يې، هغه پوسټونه يې ډيلېټ کړي چې د کرونا د درملنې بې بنياده او جعلي دعوې پکې شوې وې يا هغه اطلاعات چې طبي ادارو، خطرناک ګڼل.
د مۍ مياشت کې يوه ويډيو په فيسباکه کې لاس په لاس کېدله چې په درواغو دعوه پکې شوې وه چې د ماسک کارول څوک ناجوړه کوي او دا کرونا وېروس په لابراتوار کې جوړ شوی.
دا وېډيو تر څو فيسبوک لېرې کوله نو لکونه وارې کتل شوې وه، دغه راز تېره مياشت يوه بله وېډيو په فيسبوک کې ښکته پورته کېدله، چې پکې ويل شوي و، د مليريا د مخنيوي ګوليو يانې هايډروکسي کلوروکوين باندې د کرونا درملنه هم کيږي. دا وېډيو هم په يوه ورځ کې فيسبوک کې په ميليونونو ځلې کتل شوې وه چې فيسبوک يې پر وړاندې اقدام وکړ.
فيسبوک تېره اونۍ د امريکا د ولسمشر ټرمپ هغه پوسټ هم ډيلېټ کړ، چې پکې يې ويلي و، ماشومان په کرونا نه اخته کيږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button