د ۴۰۰ زندانیانو له ډلې ۸۰تنه یې د څرخي پله له زندانه آزاد شول

آزادۍ رادیو په امنیت شورا کې د سرچینو له قوله ویلي چې دا بندیان د امنیتي ستونزو له کبله په پوځي وسایطو کې له زندانه بهر او د کابل په بېلابېلو سیمو کې خوشې شول.

عزم جمعه ۲۴زمری، ۱۳۹۹):د ملي امنیت شورا خبر ورکړی چې تیره ورځ ناوخته یې د طالبانو د پاتې ۴۰۰بندیانو له ډلې شاوخوا ۸۰تنه نور هم آزاد کړي دي.
امنیت شورا وایي دا بندیان د څرخي پله له زندانه خوشې شوي او په وینا یې چې «دا کسان د هغه ۴۰۰ کسیز لست برخه دي، چي ازادي یې مشورتي لويي جرګې تایید کړې او حکومت ته یې په دې اړه د اقداماتو صلاحیت سپارلی و، څو د سولي تلاشونه چټک، مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل او یو دایمي او سرتاسري اوربند قایم شي.»
آزادۍ رادیو په امنیت شورا کې د سرچینو له قوله ویلي چې دا بندیان د امنیتي ستونزو له کبله په پوځي وسایطو کې له زندانه بهر او د کابل په بېلابېلو سیمو کې خوشې شول.
د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ طالبانو اندیښنه څرګنده کړې وه چې، ددوی د مالوماتو له مخې د داعش ډله د دولت د استخباراتي کړیو په مټ غواړي د څرخي پله له زندانه د خوشي کیدونکو زندانیانو پر موټرو، وسلوال برید وکړي او خبرداری یې ورکړی وه چې که داسې څه پیښ شول، د عواقبو مسؤلیت به یې د کابل حکومت پر غاړه وي.

امنیت شورا په خپله اعلامیه کې نه دي ویلي چې د پاتې بندیانو د خلاصون پروسه ولې ځنډوي خو زیاته کړې یې ده چې «پایداري او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره اړینه ده، چي د سولې نور طرفونه هم له خپلو مسؤلیتونو او توافقاتو سره سم لازم اقدامات او د وخت له ضایع کولو پرهېز وکړي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button