د تیرو ولسمشریزو ټاکنو له نوماند ‘نور رحمان لیوال’ سره د عزم ځانګړې مرکه

ښاغلی نور رحمان لیوال د افغانستان ١٣٩٣ او ١٣٩٨ ولسمشريزو ټاکنو خپلواک نوماند، او دا مهال له هیواده بهر اوسي؛ عزم ویبپاڼې داځل له نوموړي سره د هیواد پر روانو حالاتو مرکه کړې چې لوستلو ته یې ستاسو پام را ګرځوو.

عزم: جناب لیوال صاحب ښه راغلاست!د لویې جرګې راغوښتل او پریکړې یې څنګه ارزوئ آیا لویې جرګې رښتیا هم حکومت ته تګلاره وټاکله او که یې له را بللو څخه حکومت نورې ګټې پورته کړې؟

لیوال: تر دې وړاندې چې ستاسې پوښتنې ته ځواب درکړم، اړينه ګڼم چې لږ د جرګې په اړه رڼا واچوام. جرګه افغاني ټولنه کې د ټولنيزو ستونزو حل لپاره ډېر پياوړى عرف يا قانون دى. افغان ولس او حکومت خو پرېږده نړيوال هم جرګه په افغانستان کې د سترو لانجو يوازنى حللار ګڼي. جرګه د بډيالو يا مخالفو لويرو په غوښتنه او خوښه راغوښتل کېږي. جرګه له داسې جرګمارو جوړه وي چې له نرخ څخه خبر وي، بېپرې وي او ښکېلو لوريو ته د منلو وړ وي. ښکېل لوري جرګې ته واک ورکوي چې د جرګې پرېکړې به مني،جرګه مچلګه هم ږدي چې د پرېکړې منلو ته لوري ژمن کړي، بل دا چې جرګه مشورتي نه وي.

حکومتي جرګو کې ستونزه داده چې جرګه د ولسي نرخ يا عرف په رڼا کې نه راغوښتل کېږي او پر افغانستان د متحده ايالاتو له يرغل وروسته په ځانګړي ډول جرګې د حل په موخه نه بلکې د تپلشوې جګړې او حکومت د دوام لپاره د رواني او استخباراتي وسلې په ډول د ولس تېرايستلو لپاره کارېږي.

د لوېديځ پرمټ تېر٢٠ کلن بهير کې جرګه لومړى د نيمګړي اساسي قانون لپاره وکارېده. دغه قانون يو حکومت واک ته رسولاى شي خو د ناوړتيا پروخت يې په سوليز او قانوني ډول کوزولو په اړه هېڅ لار نلري. دويم ځل د امنيتي تړون پروخت د ښاغلي کرزي ډرامه يا تېروتل وو چې افغان ولسمشر له امريکايي ټيټپوړي پلاوى سره د جرګې د نرخ پربنسټ جرګې ته واک ورکړ چې هره پرېکړه دوى وکړي هغه دده حکومت او امريکا ته د منلو وړ ده. د جرګې غړى کرزي او ملګرو خوښ کړي، ننګولي او ګواښلي وو چې تړون به مني. د جرګې پر پرېکړه امريکا خپل سند واخيست او په پاى کې ښاغلي کرزي هم ځان اتل کړ چې زه يې نه منم! دا يو پلان شوى کار وو.

کال مخکې لومړۍ د سولې مشورتې لويه جرګه، چې شاوخوا ٦٠٠ ميليونه افغانۍ لګښت يې درلود، د ولس په نوم د ولسمشرۍ نوماند اشرف غني د کمپاين له ډلې او حکومتي چارواکو څخه جوړه شوه چې هر کس ته له پنځوس زره تر ٢ لکه افغانۍ جرګه کې د ګډون لپاره ورکړل شوې. جرګې ديارلسمه ماده کې دا پرېکړه کړې ده چې د ښه نيت لمخې او د افغانانو ترمنځ جوړجاړي لپاره دې بنديان پرېښودل شي. د سولې په نوم جرګې، د سولې شورا، د سولې په چارو کې د دولت وزارت، د مصالحې عالي شور او د حکومت نور ورته موازي او بېځايه هلېځلې يوازې د سولې بهير ته د خنډ او ځنډ پموخه جوړېږي. ځکه دغه حکومت چې د پرديو پرمټ په ٣٠٪ خاوره واک لري او٢٠ کاله کېږي جګړه کې ښکېل دي. غړي يې ټوله نړۍ په لومړۍ درجه پساتګرو(فسادګرو) پېژني.٩٠٪ قوانين يې په هېواد کې ترپښو لاندې کړي. مشر يې خپله وايي چې په ارګ کې راګير دى او له بهرنيو ملګرو پرته ٦ مياشتې حکومت نشي کولاى. بهرني او ګاونډي په هېواد يرغلونه کوي خاوره نيسي، شل کاله کېږي جګړه کوي خو په هېواد کې لا کالتوس هم نشي جوړولاى، دغه حکومت يو کمال زده کړى هرڅه ځنډوه او حکومت کوه. نو ددغې جرګې پرېکړې هم د راغوښتونکي له خوښه پورې اړه لري نه جرګمارو پورې.

عزم: د حکومت لخوا د بندیانو د آزادولو موضوع سره یوځای په جنایي پیښو کې د ککړو امنیتي سرتیرو د خلاصون موضوع ولې مطرح شوه؟

لیوال:له بدمرغه په حکومت کې ناوړه کړۍ شته چې له مذهبي، قومي، ژبنيو او سيميزو هيلو څخه په ګټه پورته کولو د حکومت برخه دي او د دوى ملګري په ډېرو ناولتياوو کې ښکېل دي. دوى تل ددغه ډول موقعې په تمه وي او غواړي خپل هغه مافياي ملګري چې د دوى لخوا مجرم ګڼل شوي خوشې کړي. خو په ټوليز ډول بايد ووايم چې له بدمرغه په هېواد کې عدلي سيستم دومره ککړ، ناوړه او له ترنګلتياوو ډک دى چې دلته هر هغه کس مجرم دى چې د رشوت او تړاونو په مرسته له محاکمو ځان نشي سپينولاى. ځکه زما د ولسمشرۍ له ١٠ سترو کړنلارو څخه شپږمه يې د ټولو بنديانو بخښنه وه. او دا دى د امريکا، حکومت او طالبانو ترمنځ هم بنديان لومړيتوب شو.

عزم:ولې د زندانیانو موضوع جنجالي شوه؟ آیا بهرنیانو خنډونه جوړول که حکومت د وخت ضیاع غوښته؟ او دا چې تر دې وروسته هم د خنډونو امکان شته؟ که ‘هو’ نو د چا له خوا؟

لیوال:دې کې هېڅ شک نشته چې په افغانستان کې د بهرنيو خو په ځانګړي ډول د امريکا متحده ايالاتو اغېز د حکومت په ټولو چارو شته او ځينې چارې به د هغوى په مشوره کېږي. امريکا خو اوس سولې ته ژمنتيا ښکاره کړي. خو دا هم بايد هيره نشي چې د امريکايانو له بېخبري، ناپوهۍ يا ځينو تاريخي تعصوبونو څخه حکومت کې ښکيلې کړۍ ګټه پورته کوي. خو د بنديانو په نه پرېښودلو کې يوازې حکومت او هلته ښکيلې کړۍ ګرمې دي. دوى غواړي چې د سولې بهير ځنډنۍکړي. د نورو خنډو تمه هم شته کله پرېښودل شوي بنديان ګواښل.

عزم:که حکومت بین الافغاني خبرو ته منحیث نظام ورځي او ددې خبرو د مدیریت غوښتنه کوي آیا طالبان به یې ومني؟ که ځواب ‘نه’ وي نو آیا دریځ یې منطقي دی؟ او که ‘هو’ نو آیا دا نظام حقوقي مشروعیت لري؟

لیوال:له بدمرغه په هېواد کې د روسانو له يرغل وروسته موږ ټول افغانان د يو داسې سياسي مديريت يا نظام په رامنځته کولو کې تر ننه نابريالي يو چې هغه د هېواد چلولو اړتياوې پوره کړي او هم د ګاونډيو او نړيوالو اړتياوو او دسيسو ځواب ووايي.

په کابل کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله حکومت چې په هېواد کې دلانجې دويم لورى دى، اوس په ډېر لږ توپير د ډاکتر نجیب الله احمدزي د حکومت په څېر دى. دغه حکومت د هغو ټاکنو لمخې چې زه يې هم سيال وم نه دى رامنځته شوى بلکې ددغو دواړو نوماندانو د درغليو او ځانغوښتنو په ترڅ کې د يو سياسي تړون لمخې چې قانوني بڼه نه لري تپلشوى. دغه حکومت د بې عدالتيو له امله تېرو دوه لسيزو کې د بېشانه نړيوالو مرستو سره، له پراخ ولسي ملاتړ څخه برخمن نشو. له چلند څخه يې لوېديځوال ملاتړي چې په افغانستان کې د جګړې لومړنى او بنسټيز لورى دى، ستړي دي او دغه ملاتړي هم په کور او هم په نړۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي. خو د امريکا په مرسته د غني حکومت او د روس په ملاتړ د نجيب حکومت توپير دادى چې افغانستان د انګلوپون/انګلفون د ذهنيت سيمه ده او لوېديځ سره ځينې تړاونه لري چې لمخې يې لوېديځ، ددغه حکومت، لومړى له پوځي او په پاى کې له سياسي ملاتړ څخه لاس نشي اخيستلاى.

طالبان چې د جګړې دريم لورى دى حالت يې د جهادي سیاسي لوبغاړو ته ورته دى، دغه دواړه لوري په هېواد کې اوږده جګړه ساتلاى شي خو په يوازې، يو هم د هېواد د ستونز حل نشي کېداى، نظام يا سياسي مديريت نشي رامنځته کولاى. زما له انده غوره به دا وي چې دوى دوه، د ښکلېو ډلو په ډول يو بل سره کيني او له اخلاصه خپلې غوښتنې ميز ته واچوي او دواړه لوري د ولس استازولي پرځاى پرېږدي. نو ځکه د طالبانو دا دريځ منطقي کېداى شي چې د کابل حکومت سره په لانجه کې د ښکيل لوري په ډول خبرې وکړي نه د ملت د استازي.

عزم: د حکومت لخوا په دې وروستیو کې ملکيانو ته مرګ ژوبلې اوښتو پیښې زیاتې شوې، آیا دا پر طالبانو د فشار لړۍ پراخول دي او که د ځینو کړیو مرموزې موخې دي؟

لیوال:د تېرو څلورو لسيزو ناخوالو له امله افغانانو ترمنځ ترټولو ستره ستونزه بې باوري يا بې اعتمادي ده. د بې باوري دغه ستونزه ټول افغانان خو په ځانګړي ډول سياسي خوځښتونه د پرديو دسيسو ښکار کوي، پرديپالنې ته يې مجبوروي او پرديو ته دا واره برابروي چې د دوى په مرسته مرموزې هڅې ترسره کړي. ترڅو د سولې بهير ستونزمن، ځنډنى او ښکېلو ترمنځ ترنګلتياوې ډېرې شي، خو حکومت ځکه پړ دى چې دولتي او نړيوالوې سرچينې يې په لاس کې دي، حکومت بايد د پرديو دسيسې شنډې کړي، که يې نشي کولاى بايد حکومت څخه استعفا ورکړي.

عزم: د پاکستان لخوا یوځل بیا د توپونو د ویشتلو، دروازو جوړولو او نورو پاروونکو اقداماتو لړۍ پیل شوې، موخې څه دي آیا پاکستان د کوم بل امتیاز په لټه ده او که؟

لیوال:دا په کابل کې د کمزورو سياستونو پايله ده چې لوېديځوال ملګري يې ورسره څنګ پر څنګ ناست دي، امنيتي تړونونه ورسره لري، هغوى پاکستان ته د اغزن تار لپاره بوديجه ورکوي. پاکستان د کابل د حکومت په خوښه د تار تېرولو پرسر له امريکا پيسې اخلي، دويم پاکستانى پوځ په هغو سيمو کې د ولس شتمنى لوټوي کله ځنګوله، کانونه او د خلکو شتمنۍ ددي لپاره د ولسونو ويرولو په موخه ډزې کوي، کلي کوچوي ته مجبوروي. د کابل پر ګدۍ ناست يې ننداره ځکه کوي چې د هېواد خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته ژمنتيا نلري او خپلې شپې ورځې تېرول غواړي. پاکستان پوهېږي چې دا تار نه منل کېږي. پاکستان تر اوسه هېواد شوى نه دى، بلکې د پاکستان اجير پوځ يوه سيمه لري چې پاکستان ورته وايي. دغه پوځ له غريبو پنجابيو څخه جوړ دى، چې پښتون، بلوچ، سندي او سرايکي سره په جګړه دى. پنجاب د بادار نوکري کوي که هغه هر څوک وي، بله هېڅ لاره نشته چې ترڅو موږ د پنجاب د کارونې سياسي وړتيا پيدا نکړو تر هغې به يې نور زموږ په خلاف کاروي.

عزم: په داسې حال کې چې امریکایان په وتلو دي، آیا بین الافغاني مذاکراتو کې به حکومت خپلې سرې کرښې وساتي او که به طالبان انعطاف ته اړ کړي؟ دغه راز آیا د مصالحې عالي شورا به د سولې خبرو کې ټولواکه وي او که به د ارګ د انحصاري سیوري تر چتر لاندې مخته ځي؟

لیوال:د سيمې او نړۍ جغسياست يا جيوپوليټک ته چې ګورو د ټول لوېديځ خو په ځانکړي ډول ترمپ ولسمشرۍ لپاره افغانستان د ديو هغه توتي/طوطي دى چې ژوند يې پورې تړلى. پرېښودلاى يې ځکه نشي ېچ په سيمه کې يوازې افغانستان ورپاته دى. دا خو د ولسمشر ټرمپ د حکومت کمپايني غوښتنه ده چې دوى دغه اوږده جګړه پاى ته رسوي. که ښاغلي ټرمپ وبايلله نو جمهوريت غوښتونکي له افغانستان څخه پوځونه ځکه نشي ويستلاى چې د ټرمپ پر بډ يې پوځونه نه ويستل کمايني چيغه کړي. نو په ځغرده ويلاى شو چې د سولې بهير ته خنډ کېدل اوس د ټرمپ کابينې ته خنډ کېدل دي او تر بايللو وروسته د ډيموکراټ ګوند سره د دښمنۍپالل دي.

زما په اند او تېر د مجاهدينو د حکومت تجربې ته په کتو، د حکومت او طالبانو لپاره دا يوه واره ده چې د نجيب د حکومت او مجاهيدينو تاريخ تکرار نه کړي. متحده ايالات چې د لانجې بنسټيز لورى دى، حکومت او طالبان يې تاريخي او سياسي لوبغالي ته واچول. نړيوال او سميز ځواکونه کېداى شي ترشا داسې موخې هم ولري چې په لاس د سولې بهير نابريالى کړي. حکومت او طالبان بايد سرې کرښې پرېږدي، وخت له لاسه ورنکړي او ژر تر ژره د داسې يو سياسي جوړښت رامنځته کولو په لور ګامونه اوچت کړي چې ټولو لوريو ته د منلو وړ وي، له درغليو او ناخوالو پاک وي، سياسي او قانوني بڼه ولري، اسانه او په ګړندۍ او ارزانه ټوګه رامنځته شي، ځکه نړيوال او افغانان نور له جګړې او د سولې، پرمختګ او ښې حکومتولۍ په نوم له اوږدو بهيرونو څخه ډېر ستړي او زيانمن شوي. دغه ډول يو ټولمنلى جوړښت ځايناستى حکومت کېداى شي چې تلپاتې سولې او ولسواکۍ ته افغانان په لنډه لار بوځي.

د حکومت او مصالحې عالي شورا دواړه لوري له بدمرغه د ډېر کمزوري دريځ خاوندان دي. دوى يوازې د واک ساتلو تر کچې به حکومتي سولې د پلاوي هڅې مني او وټو کوي. د دولتي پلاوي په ډول، دوى بايد طالبانو ته هېڅ شرت/شرط نه درولودلاى پرته له دې طالبان جګړې بندولو لپاره څه غواړي؟ د حکومتي سولې پلاوي اجنډا کې لومړى غوښتنه د اوربند د حکومت له کمزورى دريځ څخه استازولي کوي. د طالبانو د ايجنډا په لومړيتوب کې د واک لېږد خبره د هغوى برلاسي څرګندوي او دغه برلاسي هغه وخت طالبانو ته په خپلمنځي، ولسي او نړيوال سياست کې په وياړ او هېواد کې په سولې بدليدلاى شي چې د واک لېږد د اسلامي امارت پرځاى د ولس امانت وګڼي او په سوليز ډول حکومت په درې برخو وويشي يوه يې د غني او عبدالله دويمه د ولس او يوه برخه د طالبانو. پدې ډول به طالبان ټول له جګړې وباسي او هېڅ لورى به ځان بايلونکى احساس نه کړي. حل يو ځايناستى حکومت دى چې ما مياشت مخکې ولس، حکومت او طالبانو ته وړانديز کړئ.
تړون يې دى.
https://www.noorrahmanliwal.com/?gnh=935&zbh=ps

عزم:په روستیو کې مو ځوانانو ته پیغام څه دی چې روان وضعیت کې باید څه وکړي؟

لیوال:له تېر تاريخ څخه بايد زده کړه وکړو، لومړى موږ افغانان بايد ستر خنډ دا پوچ باور پرېږدو چې انګېرو : په افغانستان کې هرڅه د پرديو لخوا ترسره کېږي او موږ هېڅ نشو کولاى، موږ ډېر څه کولاى شو که وغواړو او په ترتيب يا منظم شو او مسوليت واخلو. ځوانان بايد د غچ/انتقام اخستل، اسانه ګټې لاسته راوړل، له پرديو مرستې او همکاري غوښتل پرېږدي، خپلواک سياست او په خپل ځان، خپل خداى ج، هېواد او خپلو وړتياوو باور پيدا کړي. د خپلواکى او ځانبسياينې لپاره زدکړې، نوښتونه او ځانګړي ډول نويو تخنيکونو ته مخه کړي ترڅو هېواد له دې ناخوالو وباسو، ځکه اوس د پوهې نړۍ کې يو په سل او سل په هېڅ حساب دي.

نور رحمان لېوال
د افغانستان ١٣٩٣ او ١٣٩٨ ولسمشريزو ټاکنو خپلواک نوماند، خيرخوا، نوښتګر، د سوداګريزو او مالوماتي ټکنالوژۍکارپوه، ګڼملتي کاروباري شرکتونو او پښتو ټلوېزيون څښتن، له حکومتونو، مجاهدينو، ملګرو ملتونو ااو غير دولتي ادارو سره د کاروبار، مشاورت او کار کولو تجربه لري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: