هندوستان: يوهٔ زوی د خرېدو له کبله خپل پلار وژلی

 

عزم (جمعه، ۲۴ زمری، ۱۳۹۹): د هندوستان د اُتراپردېش ايالت په پيلی بېت ولسوالۍ کې يو بدمرغه زوی په خوب کې د خرېدو له کبله خپل بوډا پلار وژلی.
د هندي رسنيو له قوله، د رام سواروپ مشر زوی نووين، د شپې له مخې د خوب پر مهال د خپل پلار له خرېدو نه په تنګ و او تل به يې شکايت کاوه چې له امله يې خوب خراب دی.
دوه شپې د مخه يې، څرنګه چې پلار ويده شوی او په خرېدو يې شروع کړې، نو ده ورباندې د اوسپنې په سيخ باندې وارونه کړي، پلار يې ټپي کړی، رام سواروپ چې تر څو روغتون ته رسول کېده نو د ژورو ټپونو له کبله يې ساه ورکړه.
سيمه ييزو پوليسو د بدمرغه نووين د کوچني ورور منوج په خوله د هغه خلاف عريضه اخيستلې او  د نيولو هڅې يې پېل کړې.
د سيمې د پوليسو د مرکز مشر وايي، له لومړنيو څېړنو جوته شوې چې نووين تر دې مخکې هم په خوب کې د خرېدو له کبله خپل پلار سره بد چلند کاوه او په وار وار يې پرې لاس پورته کړی.
د يو راپور له مخې، نږدې هر دويم تن خراری کوي. د خوب پر مهال د ساه اخيستلو له لارې په پاسنۍ برخه (ستوني، خوله او پوزه) کې تدريجي او دوامداره غږونو جوړېدو ته “خراری” وايي. د عمر په زياتېدو سره يې پېښې ډېريږي، تقريباً ۶۰ سلنه نارينه وو او ٪۴۰ مېرمنو ته خراری پيداکيږي. ماشومان هم له دې په عذابوونکي عادت څخه مستثنی نه دي.
چاغښت، د الکولو او سګريټو کارول، سپورټ نه کول، لږ اوبه او مشروبات کارول، د خرېدو عمده لاملونه ښودل شوي.
اړخ بدلول، وزن کمول، نشه پرېښودل، بالښت بدلول، مالګينې اوبه کارول، زياتې اوبه څښل او سپورټ يې د مخنيوي لارې چارې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button