مسیر ورځپاڼه: ارګ ته د افغانانو له وینې د بهرنیانو وینه غوره ده

عزم (‌دوشنبه، ۲۷، زمری، ۱۳۹۹ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د حکومت له لوري د پاتې طالب بندیانو په نه خوشې کولو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، فرانسې او اسټرالیا له حکومت غوښتي چې هغه بندیان خوشې نه کړي، چې د دوی اتباع یې وژلي دي، خو د دغو بندیانو شمېر یوازې شپږ تنه دی. دا چې پاتې بندیان ولې نه خوشې کېږي په دې اړه باید ارګ وضاحت ورکړي.

«د طالب بندیانو په خوشې کولو کې ځنډ د دې سبب شوی چې د سولې بین الافغاني خبرې پیل نه شي. له دې سره په ځینو سیمو کې د جګړو او نښتو رپوټونه هم ورکړل شوي دي. ویل کېږي چې فرانسې او اسټرالیا د افغانستان او امریکا له دولتونو غوښتي چې هغه طالب بندیان خوشې نه کړي چې د دغو هېوادونو د ځواکونو او وګړو په وژلو کې ښکېل دي. که څه هم د دغو طالب زندانیانو شمېر له شپږو تر لسو کسانو پورې ښودل شوی، خو حکومت نه یوازې دا چې دغه بندیان نه خوشې کوي، بلکې تر دریو سوو زیات نور هغه طالب بندیان هم نه خوشې کوي چې د سولې مشورتي لویې جرګې یې د خوشې کولو پرېکړه او تایید کړي وو. څو اساسي پوښتنې شته چې په ځوابولو سره یې ښکاریږي چې دا ډول خبرې یوازې د پلمې په توګه کارول کېږي او اصلاً په ارګ کې واکمن چارواکي نه غواړي چې بین الافغاني خبرې پیل شي. تر ګردو لومړۍ پوښتنه دا ده چې که ستونزه یوازې د هغو څو طالبانو په اړه وي چې اسټرالیا او فرانسې یې د نه خوشې کولو غوښتنه کړې ده، نو بیا ولې حکومت له څلورو سوو بندیانو څخه څه باندې درې سوه نور بندیان لا هم په بند کې ساتي. حکومت دې نور بندیان خوشې کړي او د لانجمنو څو کسانو په اړه پرېکړه دې د امریکا او طالبانو ترمنځ وروستۍ پرېکړې ته پرېږدي. اوس خو حکومت د شپږو کسانو په پلمه د څه باندې درې سوو بندیانو خوشې کول ځنډولي چې دا په هېڅ ډول د توجیه وړ نه ده. حکومت په دې اړه خلکو ته وضاحت هم نه ورکوي او نه وايي چې ولې د دغو بندیانو خوشې کول ځنډوي او ولې په دې اړه د جرګې پرېکړې او غوښتنې ته درناوی نه کوي.»

د سرلیکنې له مخې، حکومت ته د خپلو افغانانو له وینې د بهرنیانو وینه مهمه ده. حکومت باید د خپل هېواد مصلحت په پام کې ونیسي او د فرانسې او اسټرالیا خپګان او خوشحالۍ ته ونه ګوري.

«له بله اړخه کله چې په افغانستان کې د سولې او جوړجاړي خبره وي او زرګونه هغه طالبان خوشې کېږي چې جګړه یې کړې ده او امنیتي ځواکونه او ښايي عام وګړي یې وژلي وي، نو بیا د بهرنیانو وینې ته ولې د افغان تر وینې ارزښت ورکول کېږي. دا سمه ده چې له نړیوالو سره د اړیکو بحث شته، خو هېڅکله باید د افغان وینه د بهرني د وینې څخه کمه ونه ګڼل شي. کله چې زرګونه طالبان خوشې کېږي، حکومت باید د اسټرالیا او فرانسې له چارواکو سره خبرې وکړي او قانع یې کړي چې دا کسان هم باید خوشې شي. که خبره له قناعت څخه ووځي، بیا هم حکومت ته لاره شته او هغه دا چې د افغانستان سوله او مصلحت د فرانسې او اسټرالیا تر خپګان او خوشالۍ مهم دی. له همدې امله باید دا بندیان خوشي شي چې د سولې خبرو ته لاره هواره شي.»

د مسیر په باور، حکومت اصلاً سوله نه غواړي، ځکه د سولې پر وړاندې هره ورځ نوي خنډونه جوړوي، ګنې د پاتې طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره د مشورتي لویې جرګې څه اړتیا وه.

«له بده مرغه په کابل کې چارواکي نه یوازې د سولې پر وړاندې د شته خنډونو د له منځه وړلو نیت او اراده نه لري، بلکې هڅه کوي چې خنډونه پیدا کړي او آن که بل څوک هم خنډ پیدا کوي، دوی ترې ګټه اخلي او د بین الافغاني خبرو پیل ځنډوي. د اندېښې وړ دا ده چې له دې امله جګړه غځېږي او هره ورځ پکې افغانانو قرباني کېږي او خلک دردیږي، هغه درد چې په ارګ کې چارواکو نه احساس کړی او نه یې احساسوي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button