چارواکي: طالبانو د غور ‘مرغاب’ولسوالي نیولې

عزم دوشنبه ۲۷زمری، ۱۳۹۹): د غور ولایت سیمه ایز چارواکي وایي چې طالبانو تیره شپه د غور ولایت د مرغاب ولسوالي تر خپل پوښښ لاندې راوستلې ده.
امنیتي سرچینې وایي چې ددغې ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ ټول پوځي پرسونل د ولایت مرکز او نورو سیمو ته شاتګ کړی دی.
سلام وطندار خبري شبکې ددغه ولایت د دولتیار ولسوالۍ د ولسوال محمدموسی، کلیم. له قوله ویلي چې د مرغاب ولسوال او نورو امنیتي منسوبینو یې ددوی لور ته پناه ور وړې ده.
نوموړی زیاتوي، د طالبانو برید کې ۳تنه عسکر وژل شوي او ۵نور ژوبل شوي دي.

خو د غور د عامه نظم د دریم کنډک قوماندان محمود اندرابي وایي چې ځواکونه یې له ولسوالۍ وتلي، خو په وینا یې چې دفاعي پوستو کې لا هم مقاومت کوي.
طالبانو د ولسوالۍ نیول تائید کړي او ویاند یې “قاري یوسف احمدي”رسنیو ته ویلي چې د ولسوالۍ مرکز سمک او امنیه قومنداني یې نیولې او ګڼو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ یې ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې دغه ولسوالۍ تیرکال د دولت یار ولسوالۍ په “سمک” سیمه کې تازه ایجاد شوې وه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: