نن له انګریزانو د خپلواکي اخیستلو ۱۰۱مه کلیزه ده

عزم سه شنبه ۲۸زمری، ۱۳۹۹): نن له انګریزي ښکیلاک نه د خپلواکي اخیستلو ۱۰۱کلونه پوره شول او همدومره کاله مخکې افغانانو د خپلو علماؤ په قیادت او لارښوونه، انګریزانو ته تاریخي او نه هیرودونکې ماتې ورکړه.
انګریزانو پر افغانستان دوه ځله د یرغل هڅه وکړه چې لومړی ځل یې په ۱۸۳۹ میلادي کې یې له هند څخه لښکري را مرش کړي، د ښکارپور او بلوچستان له لاري یې افغانستان ته رادننه کړي؛ په دې برید کې یې د مکناټن په شمول شاوخوا ۱۷زره سرتیري ووژل شول.
دوهم برید یې په ۱۸۷۹ میلادي کال د امیرشیرعلي خان په وخت کې د ننګرهار او کندهار له لاري پر افغانستان ترسره کړ او دا سیمي یې لاندي کړې .
امیرشیرعلی خان ورسره مقاومت وکړ، خو د هغه تر ناروغي وروسته یې زوی یعقوب خان واکمن او د ګندمک تړون یې پرې لاسلیک کړ.
دغه برید کې یوځل بیا علماؤ لکه محمدجان خان وردګ، میربچه خان کوهدامني، ملامشک عالم، مولانا عبدالغفور لنګري، غلام حیدرخان چرخي، فیض محمد صاحبزاده موسهیوال، او داسي نورو رهبري پرغاړه واخیسته، ولسي پاڅونونه پیل شول؛ کابل کې یو شمیر عسکر راپاڅیدل د انګریزانو پر سفارت یې برید وکړ، د سفیر په شمول یې ۱۲۳تنه انګریزان ووژل، سفارت ته یې اور ورته کړ.

د میوند حماسه رامنځته شوه، ولسي قیام پراخ شو، د هرات له طرفه د امیر شیرعلي خان زوی، غازي ایوب خان پر کندهار برید وکړ، په میوند کې یې نږدې ۱۲زره انګریزي لښکر تارو مار کړ،؛ چې په تعقیب یې انګریزانو د خروج اعلان وکړ خو پر عبدالرحمان خان یې تاکید وکړ چې باید د ګندمک تړون ته ژمن پاتې شي.

دغه ناوړه حالت تر لسیزو دوام وکړ، تر دې چې په ۱۹۱۹میلادي کال کې افغان ولس مکمله خپلواکي ترلاسه کړه.

د امیرحبیب الله خان ترمرګ وروسته د هغه ورور عنایت الله خان او زوی یې امان الله خان دواړو غوښتل چې باچا شي، خو د علماؤ او متنفذینو ملاتړ ته یې اړتیا لرله، دیني علماوو د امان الله خان ننګه وکړه په دې شرط چې نوموړی به د انګریز پرضد جهاد اعلانوي او استقلال به ترلاسه کوي.
امان الله خان د ډیرو تعمیري پروژو ترڅنګ د دیموکراسي، میرمنو د آزادي او نورو بې بندوباریو بنسټ کیښووده، چې وروسته بیرته د علماؤ لخوا منفور او په کال ۱۹۲۸ کي یې پرضد لوی ملي قیام عملاً پیل شو، چي همدا بلاخره د سلطنت د سقوط لامل هم شو.
د خوست، پکتیا، شینوارو او نورو سیمو کې خلک د حکومت پرضد راپاڅیدل د باچا د یادو کارونو مخالفت یې وکړ، باچا یې هم پرضد ګام واخیست د هغوی د وژلو، نیولو او ځپلو امر یې صادر وکړ، پوځ، د پاڅون کوونکو په سلګونو کسان ونیول، څوک یې زندان ته واچول، څوک یې له خاوري تبعید کړل، او په لسګونو تنه مهم مشران چې زیاتره یې دیني عالمان ول؛ اعدام کړل. خو پاڅون یې بیا هم خاموش نکړای شو، ان تر لوګر او غزني پوري د پاڅون لمن پراخه شوه؛ باچا له بریتانیې او جرمني غوښتنه وکړه چې د دیموکراسي پرضد د راپورته شویو افغانانو د غږ خاموشه کولو کې ورسره مرسته وکړي، که څه هم هغوی یې له مرستې دریغ ونه کړ، خو ګټه یې هم ونکړه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: