موږ یوې بلې خپلواکۍ ته هم اړتیا لرو!

خط اول:
له نن پوره ۱۰۱کاله مخکې افغان ولس د امان الله خان په وخت کې له انگرېزانو خپلواکي واخیسته. دا داسې وخت و، چې انگرېزانو له نیمايي نړۍ ډېره برخه نیولې وه. هغه وخت د هندوستان اوسېدونکي له موږ څو سوه مېلیونه ډېر وو، خو په دوی کې د ازادۍ حس نه و او موږ یې ۲۹کاله وروسته ازادي واخیسته. انگرېزانو داسې وخت د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله، چې هغه وخت یې په امریکا، افریقا، اروپا، اسټرالیا او اسیا کې لسگونه هېوادونه تر واک لاندې وو. زموږ په ولس کې د ازادۍ حس له اوله وو او تراوسه هم دغه حس لا ژوندی دی. دا چې امان الله خان څنګه سړی و، ولې حبیب الله کلکاني ته تسلیم شو، د اروپا له راتگ وروسته یې ولې ۱۸۰درجې بدلون وکړ په دې نه غږېږم. خو د انگرېزانو پر وړاندې زموږ د نیکونو قربانۍ د هېرولو نه دي او په پوړه مېړانه او زړورتیا یې انگرېزان له دې خاورې وایستل. د انگرېزانو د خپلواکۍ ۶۰کلونه پوره شوي وو، چې زموږ پر خاورې پخواني شوروي اتحاد یرغل وکړ. په دغه یرغل کې هم زرگونه افغانان ورسره ملگري وو، خو مېلیونونه یې پر وړاندې جنگېدل. د پخواني شوروي اتحاد عسکرو په افغانستان کې لس کلونه جگړه وکړه او د زموږ د بې‌سارو قربانیو په پایله کې د شوروي اتحاد عسکر هم تېښتې ته اړ شول. د شوروي له شره یوازې موږ خلاص نه شو، بلکې د منځنۍ اسیا نور هېوادونو هم ترې خپلواکي واخیسته.
د شوروي اتحاد له ماتې یوازې ۱۲کاله وروسته امریکا د «ترورېزم» په نامه پر افغانستان یرغل وکړ. امریکا له ځان سره د دې ولس د ماتولو لپاره د نړۍ ۵۲هېوادونه ملگري کړل. امریکا، ناټو او نورو نړیوالو اشرگڼو یې د ۲۱مې پېړۍ ټوله ټینکالوژي، پرمختللې وسلې، مجهز زرگونه عسکر او مېلیاردونه پیسې د افغان ولس د ماتولو او ایل کولو لپاره راوړې. خو افغان ولس د طالبانو په مشرۍ د دوې پر وړاندې هم د جهاد سپېڅلې لاره غوره کړه. امریکا د افغانستان د فضا واک هم په لاس کې واخیست او دومره تبلیغات یې وکړل، چې د زرگونه کیلومترو په واټن کې د ستنې سوری هم معلومولی شي. افغان ولس یوازې د ژېړو بوشکو په مټ د دوی زرگونه ټانگونه د اور خوراک کړل. د طالبانو په مشرۍ په روان جهاد کې افغان ولس داسې قربانۍ ورکړې، چې راتلونکي نسلونه به یې په ډېر ویاړ یادوي. د امریکا د ماتې لپاره دې ولس له هېڅ قربانۍ درېغ ونه کړ. پر ځانونو یې باروت وتړل، مخامخ د دوی پر بېسونو ورغلل، لارې یې ورته له ماینونو ډکې کړې، زندانونه پرې ډک شول، خو زموږ ولس بیا هم مات نه‌شو، بلکې هره ورځ دغه صف ډېرېده او هره ورځ ورته سلگونه داسې ځوانان راتلل چې د اسلام او هېواد ازادۍ لپاره یې خپل سرونه په لاسونو کې د قربانۍ لپاره نیولي وو.
د امریکا او ناټو زرگونه عسکر ووژل شول، زرگونه یې مات او گوډ له دې خاورې ووتل، زرگونه یې په عصبي او عقلي ناروغیو ککړ شول، چې اوس یې ځان‌وژنې ته مخه کړې او نږدې هره ورځ د دوی هغه عسکر چې له افغانستانه ستانه شوي دي، ځانونه وژني.
له امریکا سره په دې نړیوال حشر کې زموږ زرگونه افغانان هم ورسره ملگري دي. دغه کسان یوازې په نامه افغانان دي او د همدوی پر اوږو سپاره راغلي دي. له ۲۰۰۱ز نه تر نن ۲۰۲۰ز پورې دلته وزیر، والي، ولسمشر، مرستیال او رئیس کېدو حق یوازې هغه کس ته ورکول کېږي، چې د امریکا په روان وحشت سترگې پټې کړي او د دوی هر وحشت وزغمي.
د امریکا له ملاتړه اوس ډېرو هېوادونو لاس اخیستی او د ناټو ډېر عسکر له افغانستانه وتلي دي. موږ یوې بلې ازادۍ ته هم اړتیا لرو. هغه ازادي چې ولسمشر، وزیر، والي، مرستیال او رئیس د دې خاورې وي. کورونه یې دلته وي، بچي یې دلته وي، فرمان یې له سویله تر ختیځه او له شماله تر لوېدیځه وچلېږي. په حکومت کې حکومت نه وي او ټول حکومت په یوه خوله وي. دلته د امریکا او ناټو د قومندانانو واک نه وي او نه چې د دوی د عادي عسکر واک د اشرف غني نه ډېر وي. موږ یوې داسې ازادۍ ته اړتیا لرو، چې دلته نه امریکايي، نه د ناټو او نه د کوم بل هېواد عسکر وي، چې زموږ د وژلو جوازونه ورسره تیار په جېبونو کې وي، بلکې زموږ خپل عسکر وي او زموږ د وژلو پر ځای زموږ د سر ساتنې په فکر کوي. ان شاء الله دغه ورځ ډېر ژر راتلونکې ده. که امریکا په ښکاره د خپلې ماتې اظهار نه‌شي کولی، خو په پټه یې مني، چې دوی په افغانستان کې ماتې خوړلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: