طالبان: په ټول توان به هيواد کې د سوچه اسلامي نظام د قيام لپاره؛  هر اړخيزه مبارزه جاري ساتو

عزم سه شنبه ۲۸زمری، ۱۳۹۹): طالبانو د خپلواکي د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت خپره شوې اعلامیه کې دا ورځ له ویاړ ډکه ورځ بللې او ویلي یې دي چې «اسلامي امارت په داسې حال کې چې له انګليسي استعمار څخه د ازادۍ اخيستلو له امله خپل ولس ته مبارکي وایي، د کاميابۍ درشل ته نژدې شوې نننۍ جهادي مبارزه هم د افغان مجاهد ملت ستر تاریخي وياړ ګڼي»

طالبانو ویلي، چې د خپلو نيکونو په څیر چې د دښمن هرې حربې ته یې په خپل وخت مناسب ځواب ويلی، همداسې به دوی هم د خپلواکۍ ګټلو او په هيواد کې د سوچه اسلامي نظام د قيام لپاره په ټول توان هر اړخيزه مبارزه جاري ساتي او چا ته به اجازه ورنکړي چې دغه لوی او سپېڅلی ارمان ته د رسیدو په لاره کې ورته خنډ شي.

طالبانو پر په ټولو داخلي اړخونو غږ کړی، چې نور د دې ملت آرمانونه او حقيقي غوښتنې په نظر کې ولري« د آزادۍ او استقلال د داعیې ملاتړ وکړي او اضافه دا ځورېدلی ملت د کړاو له ګاللو څخه وژغوري»
اعلامیه کې له نړيوالو او بالخصوص د سيمې له هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې د افغانستان په قضيه کې د دې هيواد له ملت سره د بیا استقلال او خپلو مشروع اهدافو ته د رسېدو په لاره کې مرسته وکړي« موږ يقين لرو چې داسې کول به له اقتصادي او امنيتي پلوه د ټولو په ګټه وي»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button