خدای دې مرګ راته راولي چې شهیدان زامن و وینم

عاکف مهاجر

خوست، پکتیا او پکتیکا کې د خوست د کمپاین د ضربتیانو د وحشت په داستانونو کتابونه لیکل کیدای شي او تاریخ به یې هیر نکړي، خو یو وخت یې چې د ۱۴۴۰ هجري کال د ذوالحجې په دولسم یعنې د لوی اختر په دوهمه شپه د زرمت په کولالګو سیمه کې کوم وحشت وکړ قلم یې له لیکلو هم پناه غواړي.

دوه ورځې وړاندې د زرمت کولالګو سیمه کې د عبدالله اکا په نوم د هغه سپینږیري کور ته ورغلو چې د لوی اختر په دویمه شپه یې درې زامن ورته شهیدان کړل او د اختر خوښي یې ورته په همیشني غم بدله کړه.

د عبدالله اکا کور ته په رسیدو له مهمانخانې غږ راوشو چې راځئ راوخیژئ، پنځه نفره وو ټول کوټې ته ننوتلو خو دلته چا توان نه درلود چې له یو کال وروسته هم په ډاډه زړه له دغه غمجن سپینږیري سره جوړ تازه او د ښه یې پخیر یې پوښتنه وکړي، خو پښتني دود وو پیل مو وکړ.

عبدالله اکا چې د غم اثار یې په څهره کې له ورایه ښکاریدل او ذهني توازن یې هم یو څه له لاسه ورکړی وو، و مو پوهولو چې غواړو له تا سره د هغې شپې په اړه څو خبرې وکړو چې ستا د کور خوښي د تل لپاره پکې ورکه او درې تنکي ځوانان زامن مو پکې شهیدان شول.
ستونی یې راډک، سترګې یې له اوښکو ډکې او په څهره یې د غم اثار نور هم زیات شول، ویل یې څه به درته و وایم مرګ د هیچا هم نه خوښیږي خو زه یې د دې لپاره غواړم چې زامن به مې و وینم، نور دنیا کې ژوند نه غواړم، زما دنیا کې څه دي، امید مې وو چې خدای جل جلاله به د زامنو له شهادت وروسته لمسی راکړي، خو هغه مې هم لمسۍ پیدا شوله، خدای جلاله دې نیکه لویه کړي، خو زه خو نور بې له خدایه هیڅ څوک نه لرم.

کرار کرار یې د چاپې د شپې کیسه شروع کړه وی لومړی یې دروازه راوالوزوله، تر څو چې ښوریدلو د کوټو دروازې یې په لغتو را و وهلې او د خوب له ځایه یې راپاڅولو، ډیر وحشت یې وکړ، خو په پای کې یې مخابره کې په خپل مشر غږ وکړ دا خو ډیر بېچاره خلک دي هیچا سره تړاو نه لري او نه طالبان دي، خو له هغې خوا یې ور غبرګه کړه چې کار یې ورخلاص کړئ، عبدالله اکا وایی له دې خبرې سره یې زه او زنانه یو لور ته کړلو دوه زامن مې تشناب ته دننه او هملته یې په خپکون مخ مخ باندې ویشتلي وو، خو مونږ پوه نه شولو فکر مو وکړ چې شاید له ځان سره یې بیولي وي، امریکایان و وتل مهمانخانې ته لاړم چې ګورم
یو مې زوی او یو چې میلمه وو مهمانخانه کې ویده ول دواړه یې په سر او مخ ویشتلي وو ځای پر ځای یې هملته شهیدان کړي وو، عبدالله اکا زیاته کړه د زوی په لیدلو سره مې اودس وکړ دوه رکعته لمونځ مې وکړ چې هسې نه څه ناشکري رانه وشي او خدای پاک به راڅخه ناراضه شي خدای راکړی وو خدای واخیست.
د نوموړي کیسه هسې هم له اوښکو او ژړا سره یوځای وه، خو اوس یې ژړا خبرې وربندې کړې ویل یې له کور را و وتلم خلک راغلل ویل مو راحت الله او بل ځوی مې بیولي درځئ چې حکومت ته ورشو خو تر څو کور کې ژړا زیاته شوه چې په همدې کې ماشوم له کور را و وتلو او په چیغو کې یې ویل چې راحت الله او هغه بل یې دواړه په تشناب کې شهیدان کړي، دا نو پر دنیا جوړ قیامت وو والله بالله که مې کور ته له واده او خیرات پرته په ټول عمر طالبان راغلي وي له همدې وجې مې ورسره نه زامن پریښودل او نه مو کور ته رابلل چې مشکلات دي صبا به مو پر کور چاپه ولویږي، یو خوست کې معلم وو دا دوه وو غزني کې دوکانداري کوله زه خپله د کولالګو بازار کې دوکان لرم خو بیا یې هم پرینښودلم امریکایان او غلامان یې د همدې لپاره دي چې و مو وژني له دې پرته بله هیڅ برنامه نه لري.
دا هغه شپه وه چې د کولالګو سیمه کې په یوه شپه دولس تنه چې ټول ملکیان وو د خوست د کمپاین ضربتیانو او امریکایانو شهیدان کړي وو

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button