طالبان: تیره میلادي میاشت، ۸۸۳تنه دولتي منسوبین راسره یوځای شوي

عزم پنجشنبه ۳۰زمری، ۱۳۹۹): د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون په خپل میاشتني راپور کې یوځل بیا د سلګونو عسکرو د تسلیمیدو خبر ورکړی دی.

یاد کمیسیون ویلي چې ددوی په هڅو او د ځایي مسؤلینو په ملاتړ ورسره تیره میلادي میاشت( جولای)کې د هیواد په مختلفوولایاتو کې شاوخوا  ۸۸۳تنه دولتي منسوبین چې بیلابیلو دولتي ارګانونو کې پر فعالیتونو بوخت وه، یوځای شوي دي.
اعلامیه وایي چې یوځای شویو دولتي کسانو ورته مختلفه النوعه لویې اووړې وسلې ،مخابرې ،وسایط اویوزیات شمېرمهمات سپارلي دي.
طالبانو ویلي چې یوځای شویو دولتي منسوبینو ورسره ژمنه کړې چې نور به له دولتي ادراتو سره هیڅ راز همکاري نه کوي، له بهرنیو او داخلي عسکرو سره به اړیکې نه ساتي او خپلو عادي چارو ته به دوام ورکوي.
طالبانو یادو عسکرو ته د جوایزو او انعاماتو د ورکړې ترڅنګ، له هغوی څخه تود هرکلی کړی او ددوی دغه کار یې ستایلی دی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو ته هره میاشت په سلګونو دولتي منسوبین تسلیمیږي چې ټولییز راپور یې د میاشتې په پای کې د طالبانو په رسمي ویبپاڼه “الامارة” کې خپریږي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button