سوله په شعارونو نه، بلکې په کار کولو راځي!

عنایت الله خاموش
نن څوومه ورځ ده چې په ټولنیزو رسنیو کې د ارګ په ګډون، د کابل ادارې د ډېری چارواکو او کرايي پلویانو له لورې، د ۴۰۰ طالب بندیانو د نه خلاصون په موخه بهانې جوړېږي او ډول- ډول توجیهات ورکول کېږي. زما په فکر که چېرته همدغه د پردیو په لاس راوستل شوي د کابل ادارې چارواکي په رښتیا هم سولې او بین الافغاني مذاکراتو ته ژمن وي، ولي د بندیانو په خلاصون کې خنډونه جوړوي او دا پروسه ځنډوي؟ څرګنده ده چې همدغه خلک د پردیو په لمسون، نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي او جګړه پای ومومي. ځکه که سوله او ملي پخلاینه راشي او یو قوي نظام رامنځته شي، همدغه کسان چې نن د جګړې و پردیو د غلامۍ له کبله شتمن شوي او په خورا ښکلیو ودانیو کې ژوند کوي، به خاماخا د عدالت منګولو ته سپارل کېږي او د شوي خیانت سزا به ورکول کېږي.
که د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ شوي تړون ته وکتل شي، له ورایه پکې ښکاري چې په لومړي اقدام کې تر بین الافغاني مذاکراتو مخکې د ۶۰۰۰ بندیانو خلاصون د باور د ایجاد په موخه دي، چې طالب لوري خپل ۱۰۰۰کسیز شمېر پوره کړی او د کابل اداره لا اوس هم د ۴۰۰ بندیانو په خلاصون کې زړه نا زړه ده او بهانې لټوي. په هغه تړون کې دا هم راځي چې د ۱۴ میاشتو په جریان کې به امریکايي او متحد ځواکونه یې له افغانستانه وځي او ټول سیاسي بندیان به هم ازادېږي. مګر اوس چې د پردیو په اشاره د کابل ادارې نخرو ته ګورو، دا په اصل کې د دغه دوه ګوني تابعیت لرونکو دریځ نه دی؛ بلکې د دوی د اصلي بادارانو او جګړه خوښو شعار دی او غواړې دغه روانه پروسه د امریکايي ټاکنو تر ختمېدا پورې همداسې جنجالي وساتي. کېدای شي تر هغه وروسته حالات د کابل ادارې په ګټه تمام شي.
خو دا یاد ساتئ چې همدغه د غرب په مفکوره سمبال، تش په نوم افغان واکمنان او د پردیو مزدوران د خپل قدرت د بقاء، خپل جېب ډکېدا، ملت وژنې او… په موخه؛ په هیڅ صورت نه سولې ته لېواله دي او نه به هم د فشار له واردولو پرته سولې ته غاړه کښېږدي.
نو که چېرې سولې ته لېواله بنسټونه او شعار ورکونکې اشخاص، په رښتیا هم سولې او خپلواکۍ ته ژمن وي؛ د دې پر ځای چې نمایشي غونډې وکړي او په رسنیو کې مجازي تظاهر وکړي، په اذهانو دې کار وکړي او د هغوی په وړاندې چې په پټه و ښکاره د سولې دښمنان دي، دې راپورته شي او اقدام دي وکړي. سوله په شعارونو نه، بلکې په کار کولو راځي. که سوله غواړئ، نو د هغه کسانو چې د سولې مخه نیسي، خولې ور بندې کړئ او په وړاندې یې ودرېږئ. سوله په شعارونو نه راځي؛ بلکې عملي کار غواړي او دا عملي کار دا دی چې د سولې دښمنان ملت ته په ګوته کړل شي او داسې سبق ورکړل شي چې بیا یې نسلونه عبرت کړي.
نن چې د ۴۰۰ بندیانو خلاصون نړیوالو ته ګواښ پېښونکی بولي، همدغه امریکايي مخلصین به بیا د هغه ټولو بندیانو خلاصون څنګه وزغمي چې د توافقنامې برخه تشکیلوي؟ که ارګ مېشتي د خپلو اتلس کلنو لاسته راوړنو او فحشاء څخه دفاع خپل فرض ګڼي؛ ایا موږ دومره بېغیرته یو چې خپله عقیده، کلتور او ارزښتونه د دوی د فکر قرباني کړو او په ټيټو سترګو د دوی فکر ومنو؟
نو راځئ! نور د دغه کسانو هرڅه ته نه ووایو او په تشو غولونکو وعدو یې باور ونه کړو؛ کنه بیا به په داسې ناورین کې راګیر یو چې هرڅه به مو له منځه تللي وي، موږ به دلته په دربدرۍ کې شپې تېروو او همدغه له غرب څخه راغلي د پردیو نوکران به له خپلو اولادونو سره هلته خپل هوسا ژوند او عیاشي کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button