پېښور: پوليسو هغه کس نيولی چې د طاهر نسيم قادياني وژونکي ته يې توپانچه ورکړې وه

 

عزم (پنجشنبه، ۳۰ زمری، ۱۳۹۹): د پېښور پوليس وايي، دا نیول شوی تن يو ځوان وکيل دی چې د طاهر نسيم وژونکي ته يې توپانچه ورکړې وه.
طاهراحمد نسيم هغه څوک و، چې له احمدي فرقې سره يې تړاو لاره او دوه کاله د مخه اسلام ته د سپکاوي په تور ونيول شو او په محکمه کې پرې د عريضې له کبله مقدمه چلېده.
هغه د جولايي په ۲۹مه نېټه بيا محکمې ته حاضر شوی و، خو يو ناڅاپه د فيصل خالد په نامه يو ۱۷ کلن ځوان ورپسې ور ننوت او ځای پر ځای يې وواژه.
د پېښور پوليسو د مذهب د سپکاوي په تور د تورن قادياني وژونکی له پېښې وروسته سمدستي ونيو. هغه تازه د تفتيش په دوران کې پوليسو ته منلې چې توپانچه ورته يوه وکيل ورکړې وه.
د خيبر پښتونخوا د پېښور د پوليسو يو پلټونکي افسر؛ لال زاده رسنيو ته ويلي، چې دغه نيول شوی وکيل طفيل ضياء نوميږي، په ترهګرۍ ضد عدالت کې قاضي ته ور وړاندې کړل شوی او د نورو څېړنو په موخه د دريو ورځو لپاره له دوی (پوليسو) سره دی.
ياده دې وي، چې طاهر احمد نسيم پاکستانی الاصله امريکايي و. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يې د وژنې په اړه اندېښنه ښودلې وه او د پاکستان په حکومت يې ټينګار کړی و چې د هغه مقدمه دې سمه پر مخ يوسي او هم دې د مذهب د سپکاوي په قانون کې تغير؟! راولي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button