پکتیا: زرمت کې د خپلواکۍ د۱۰۱مې کلیزې په ویاړ طالبانو او ولسونو جشن ترسره کړ/انځوریز

 

عزم جمعه ۳۱زمری، ۱۳۹۹): نن ورځ د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د سهاکو اړوند په بدرالدین بازار کې له انګریزانو څخه د خپلواکۍ اخیستلو د ۱۰۱مې کلیزې په ویاړ ستر جشن ترسره شو.

پکتیا کې د عزم سیمیز خبریال چې دغه جشن کې یې ګډون کړی وه، وایي چې دغه جشن کې د زرمت ولسوالۍ سیمه ییز طالب مسؤلین، دهغوی سلګونه منسوبین، پلویان او په زیات شمیر عام ولسونو ګډون کړی وو.

نوموړی زیاتوي، جشن د طالبانو د فرهنګي کمیسیون په نوښت رابلل شوی وه چې په کې د طالبانو رسمي اعلامیه او د خپلواکي اخیستو په تړاو علمي او معلوماتي مقالې ولوستل شوې، ویناوې ترسره او د خپلواکي او آزادي غوښتنې په پار ترانې وویل شوې.

د عزم همکار وایي چې د زرمت ولسونو طالب مسؤلینو ته د خپلواکي اخیستلو مبارکي وویله، د هغوی غاړو ته یې د ګلونو امیلونه واچول او له هغوی څخه د تلپاتې ملاتړ ترڅنګ یې ورته د لا بریاوو هیله څرګنده کړه.

 

طالبان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button