هلمند کې د کونځلو کرکېله ډېره شوې ده

عزم (‌شنبه، ۰۱، وږی، ۱۳۹۹ل): د هلمند د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د کونځلو کروندې ډېرې شوي او هیله لري چې په راتلونکو څو کلونو کې به د کونځلو کرکېله له دې هم ډېره شي.

د هلمند د کرنې رئیس زلمی الکو وايي، په روان کال کې د دې ولایت په یو زر او ۶۳۴ هکټاره ځمکه کونځلې کرل شوي، چې د هر هکټار حاصل یې ۱.۲مټریک ټنه اټکل شوی دی.

«د هلمند دکرنې ریاست په دې وروستیو کلونو کې بزګرو او ځمکوالو ته د بېلابېلو پروګرامونو له لارې عامه پوهاوی او زده کړې ورکوي ترڅو مشروع کرکېلي ته مخه کړي او ددې ترڅنګ بزګرانو سره د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو په برخه کې مرستې او همکارۍ هم کوي.»

دی وايي، هلمند یو له هغو ولایتونو دی چې د کونځلو د کر لپاره مناسبه هوا او اوبه لري.

نوموړی زیاتوي، له تېرو څو کلونو راهیسې په هلمند کې بېلابېل کرنیز توکي وازمایل شول، چې د ډېرو حاصلات ښه وو او هم یې د هلمند له اقلیم سره ښه مناسبت وښود.

د یادونې وړ ده، په هملند کې اوس‌مهال الو ویرا، زعفران، کونځلې، زڼکۍ او نور کرنیز توکي کرل کېږي، چې ځايي بزګران یې له حاصلاتو خوښ دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button