کندز: مرکز او خان آباد ولسوالۍ کې د طالبانو د پرمختګونو سربیره ۱۹عسکر وژل شوي

عزم شنبه،۱، وږی، ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې طالبانو د کندز ولایت په مرکز او د خان آباد ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پرمختګونه کړي او دولتي ځواکونو ته یې پراخه مرګ ژوبله ور اړولې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې خبر ورکړی چې تیره شپه یې دکندز ولایت د ګل تیپې اړوند “تیلوکه” سیمه کې پر هغه قرارګاه برید کړی چې دولت پلوه عسکرو ترې د سیمې د خلکو پر کورونو د هاوانونو بریدونه کول.

طالبان وایي، په دغه برید کې یې د یادې قرارګاه ۱۹تنه عسکر وژلي او ګڼ نور ژوبلیدلي دي.
تر اوسه سیمه ییزو چارواکو په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
بل لور ته طلوع نیوز خبر ورکړی چې د دغه ولایت په خان ولسوالۍ کې د کندز_خان آباد پر لویه لاره د دولتي عسکرو پوستې تخلیه شوې او ځواکونو یې د ولسوالۍ مرکز ته شاتګ کړی دی.
طالبانو د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د خان اباد ولسوالي او مرکز کې د ملرغي په نوم د ملي اردو یو بيس، د خوجه پوستې، دوکان ادم خان پوستي او د چهارسري بيس چي له يوې اونۍ راپه ديخوا د دویتر محاصرې لاندې وه، تېره شپه یې له تیارې څخه په استفادې سره شاتګ کړی او دا مهال سیمه د دوی تر حاکمیت لاندې ده.

طالبانو ویلي چې د پوستو تر نیولو وروسته یې د سیمې خلکو ته د امنیت او ارام ډاډ ورکړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button