خراساني: د غني د “مزدورو” ملیشو پرضد ‘جهاد’ روا دی؛ صالح: باید پنجشیر ته د قواوو استوونکي مالوم شي

عزم دوشنبه،۳، وږی، ۱۳۹۹):تیره ورځ په پنجشیر ولایت کې ځانګړو ځواکونو د فوټبال فدراسیون پر پخواني مشر کرام الدین کریم، چې پر ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونو تور ورپورې دی؛ عملیات وکړل.
دغه ځواکونه چې په څو چورلکو کې سیمې ته ورغلي وه، د ځایي خلکو له سخت غبرګون سره مخ او له وسلوالې نښتې وروسته تیښتې ته اړ شول.

د حمید خراساني په نوم هغه ملیشه قوماندان چې څه موده وړاندې له زندانه خوشی شو، په پرلپسې څو لایفونو کې د پنجشیر د خلکو دا اقدام “ستر شهامت” بللی او اشرف غني، د هغه ټیم او ملیشه ځواک یې “مزدور، بې کفایته او د پردیوجاسوسان ” بللي چې په وینا یې پر ضد یې هر ډول جهاد روا دی.

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=10214560628809678&id=1839964907

نوموړی وایي اشرف غني له پښتون قوم نه نمایندګي نه شي کولی او په وینا یې چې نوموړی د پردیو لخوا د ورکړل شوې برنامې له مخې غواړي افغانستان کې قومي شخړو ته لمن ووهي.
خراساني هغه ځواکونه چې د ځانګړو ځواکونو پر وړاندې یې پاڅون کړی “مجاهدین “بللي او اشرف غني یې له طالبانو پر ملاتړ تورن کړی دی.

بل لور ته د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فسبوک پاڼه  کریم له محکمې تښتیدلی شخص بللی او له نوموړي یې غوښتي چې هرڅومره ژر باید څارنوالي ته حاضر او خپل ځان سپین کړي.
صالح ویلي، د تیرې شپې عملیات دې ارګ ته نه منسوبیږي او ټینګار یې کړی چې باید هغه لاسونه معلوم شي چې ددغې چاپې لارښوونه یې کړې ده.

صالح وایي چې د پنجشیر ولایت سرپرست والي او امنیې قوماندان یې کابل ته ورغوښتي تر څو ددې عملیاتو جزیات په ډاګه کړي.

https://www.facebook.com/430189117089333/posts/3158219060952978/

نوموړي ټینګار کړی چې پنجشیر دداسې کړیو لاس ته لویدلی چې غواړي له دې حالت نه سیاسي ګټه پورته کړي.
بل لور ته د پنجشیر سرپرست والي محمدصدیق پر مرکزي حکومت تور لګولی چې ددوی له اجازې پرته یې د کرام پر کور عملیات کړي، او په وینا یې چې دا کار د منلو وړ نه ده.

د یادونې وړ ده چې نه یواځې خراساني د اشرف غني حکومت ته د “مزدور “خطاب کوي، بلکې تر دې وړاندې امرالله صالح هم په ورته نومونو اشرف غني او د هغه اداره نوموله چې له غني سره د ګډ کار تر پیل وروسته یې بیا ورته ادعا نه ده کړې

امرالله صالح او خراساني داسې مهال د یوه جنایي مجرم د دوسیې په هکله څرګندونې کوي چې په همهاله توګه د ولسمشر ددوهم مرستیال”سروردانش” ملیشو په عامه توګه د غور ولایت کې د ژبني تبعیض پر اساس د  ولسي خلکو پر ضد عملیات پیل کړي، خو ارګ او نور لوري یې په هکله پټه خوله دي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button