مدني او سیاسي بنسټونه!

عنایت الله خاموش
مدني ټولنې یا سیاسي ګوندونه، په دیموکراتیکو او پرمختللیو ټولنو کې خورا د ارزښت وړ او د چارو په سمون کې خورا ستر رول لري. په پرمخ تللیو هیوادونو کې سیاسي ګوندونه او مدني بنسټونه د حکومت د چارو څخه د نظارت او همدارنګه هغوی خپلو نیمګړتیاو ته د متوجه کولو په موخه رامنځته کېږي. که څه هم د پردې تر شا په پرمختللیو هیوادونو کې نورې موخي لري؛ خو په ښکاره ډول د ملي ګټو د ساتنې تر شعار لاندې مبارزه کوي.
مګر دغه مدني ټولنې په وروسته پاتې او مستعمره هیوادونو کې بیا بل هدف لري او هغه دا چې دغه ټولنې د واکمنانو څخه په کلکه دفاع کوي او له همدې لارې سپانسر کېږي هم. دوی تل هڅه کوي چې هم ملت وغولوي او هم نړیوال ډونران. د فساد لپاره همدغه بنسټونو زمینه برابره کړې. تل د ملت په مرۍ پښه ور ایږدي. د ظلم، فساد، غلا او فحشاء اصلي سرچینې همدغه بنسټونه دي. په دریمه نړۍ یا مستعمره هیوادو کې د دیموکراسۍ علمبردارو واکمنانو، هر یوه یې د خپلې شا د ډکولو او ملاتړ زیاتولو په موخه یو مدني بنسټ جوړ کړی او خپل تر لاس لاندې کسان یې پکې درج کړي. دوی چې کله خپل واک په خطر کې وویني او یا هم د فساد اړوند کوم تور په پورې شي، سمدستي همدغه بنسټ را ولاړ شي او د دغه غله په ملاتړ غونډه جوړه کړي او… . په دریمه نړۍ خصوصاً مستعمره هیوادو کې دغه حالت بیخي اوج ته رسېدلی او هر واکمن د ځان لپاره یو بنسټ جوړ کړی. کله چې پاتې راشي نو په بل واکمن د فشار واردولو په موخه د همدغه بنسټ په توسط غندنې و ستاینې شروع کړي او همدغه خپل بشري قوت بولي.
زموږ هیواد چې کابو شل کاله کېږي د امریکايي اشغالګرو او د دیموکراسۍ د نورو مدافعینو یرغلګرو تر اشغال لاندې دی. دلته یې د نړۍ د ملتونو د غولولو لپاره هر خپل نوکر ته د یوه مدني و سیاسي بنسټ د جوړاوي زمینه مساعده کړې او دغه بنسټونه په رسنیز ډګر کې د همدغه کسانو ملي و بشري قوت بولي. دغه بنسټونو تل د اشغال، فساد، غلا، فحشاء او… د دوام لپاره مبارزه کړي او لا یې هم کوي. څنګه چې د دوی شعار دا دی چې د ملت و دولت واټن کم او د ملت ستونزې هوارې کړي، برخلاف د ملت و دولت ترمنځ واټن ایجادوي او د ملت د استازو په نوم مرسته شوې پیسې چور کوي او د زور واکو ملاتړ کوي.
دې بنسټونو د اشغال په دا شل کلنه دوره کې داسې بده کړنه نشته چې دوی دې پکې ښکېل نه وي او زمینه دې یې نه وې ورته برابره کړې. د بهرنیو اشغالګرو او استخباراتو څخه د خپل ملت د بې لارې کولو، له حقیقي پرمختګ څخه لرې کولو او همدارنګه په ټولنه کې د فساد د سرچینو د ملاتړ په موخه فعالیت کوي او تل په دې لاره کې خپلې هڅې کوي.
اوس مهال چې دا ځینې په اصطلاح مدني و سیاسي بنسټونه، چې تل په رسنیو کې تظاهر کوي او وخت نا وخت په حکومت او واکمنانو انتقاد کوي، دا په اصل کې د ملت او د چارو د سمون په غم کې نه دي؛ بلکې د دغه بنسټونو د تأسیس او انتقاد موخه له فاسدو حکومتي چارواکو او بهرنیو ډونرانو څخه د پیسو تر لاسه کول دي.
نو تر څو چې په ټولنه کې همدغه فاسد مدني بنسټو او د فساد اصلي سرچینې موجودې وي، فکر نه کوم چې یا دې په هیواد کې سوله راشي او یا دې هم د دغه ټولنو له لورې ژمن او پاک نفسه انسانان معرفي شي.
په هیواد کې شته اکثره مدني و سیاسي بنسټونه د فساد، غلا او فحشاء ستر مرکزونه او د ملت په مرۍ پښه اېښودنکي دي، ترڅو چې زموږ په هیواد کې همدغه بنسټونه فعاله وي او بندیز پرې ونه لګول شي، تر هغې به زموږ په سرنوشت همداسې لوبې رواني وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button