جمعه‌ګل همت د کابل نوی امنیه قومندان ټاکل شوی

عزم (سه‌شنبه، ۰۴، وږی، ۱۳۹۹ل): د کورنیو چارو وزارت وايي، جمعه‌ګل همت یې د کابل د نوي امنیه قومندان په توګه ټاکلی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پاسوال جمعه‌ګل همت د کابل د نوي امنیه قومندان په توګه ټاکل وټاکل شو.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالصبور قانع وايي، د امنیتي میثاق برنامه د کورنیو چارو وزارت له مهمو موخو څخه ده او هیله لري څو د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ مشرتابه د دې برنامې د تطبیق په برخه کې خپل کاري تمرکز لا زیات کړي.

قانع ومنله چې د کابل اوسنی وضعیت د منلو وړ نه دی او په دغه ښار کې هره ورځ ګڼې جنايي پېښې کېږي، چې امنیتي مسوولین یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

کورنیو چارو وزارت داسې مهال د کابل ښار لپاره نوی امنیه قومندان ټاکي، چې دوې ورځې وړاندې د کابل امنیه قومندان په دغه ښار کې د امنیتي پېښو په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله له دندې ګوښه شو.

پرون هم په کابل کې درې چاودنې شوې وې، چې مسوولیت یې تراوسه چا نه دی منلی.

د کابل ښاریان وايي، په دغه ښار کې د چسپکي ماینونو چاودنې ډېرې شوي، چې د ګڼو خلکو ژوند یې تریخ کړ دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button