بحرين د اسرايلو د منلو په هکله د امریکا غوښتنه رد کړې

 

عزم (پنجشنبه، ۶ وږی، ۱۳۹۹): د بحرين پاچا د امريکا لخوا د اسرايلو د منلو غوښتنه، رد او د عرب هېوادونو د “خپلواک فلسطين” د داعيې ملاتړ يې کړی.
د “بحرين خبري اژانس” مطابق، د متحده عرب اماراتو له لوري اسرايلو سره د اړيکو د عادي کولو له اعلان نه وروسته، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو اسرايلو ته ولاړ، له يوې ورځې تېرولو وروسته له هغه ځايه د منځني ختيځ د عربو هېوادونو د دورې په لړ کې بحرين ته راغلی.
د بحرين له پاچا محمد بن عيسی بن سلمان آل خليفه سره په ليدنه کې مايک پمپيو، د اسرايلو د منلو او ورسره د اړيکو جوړولو په تړاو د امريکا د ولسمشر ټرمپ پېغام هغه ته وړاندې کړ، خو د بحرين پاچا د امريکا غوښتنه رد کړه او ويې ویل، چې هېواد يې له هغو عرب هېوادونو سره ولاړ دی چې له فلسطين نه د اسرايلو د وتلو او د فلسطين د خپلواک دولت جوړولو غوښتنه او عزم لري.
د بحرين پاچا د عربو لخوا اسرايلو سره د اړيکو د عادي کولو په تړاو د مايکو پمپيو “فشار” په څرګنده توګه رد او زياته يې کړه چې فلسطين ته دې له “۱۹۶۷ز” نه د مخه حيثيت ورکړل شي.
څرګنده دې وي، چې د امريکا خارجه وزير مايک پمپيو په دې موخه د منځني ختيځ په دوره راوتلی، چې د عربو هېوادونو ملاتړ ترلاسه او له اسرايلو سره يې د عربي متحده اماراتو غوندې اړيکې عادي کړې.

دا هم ولولئ

د عربو او اسرائیل ژورې اړیکې، یو ځغلند نظر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button