هلمند: د اردو يو «مهم» مرکز له وسلو سره طالبانو نيولی

عزم (جمعه، ۷ وږی، ۱۳۹۹): له هلمند ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي چې تېره شپه د واشير ولسوالۍ اړوند د « کارېز» سيمه کې د ملي اردو پر يو مهم مرکز طالبانو بريد کړی، چې پايله کې يې نهه کسه عسکر وژل شوي، پاتې نور تښتېدلي او قرارګاه طالبانو نيولې ده.
د راپورونو پر اساس په دغه بريد کې په لوړه اندازه وسلې او پوځي مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي:
تېره شپه ناوخته د هلمند ولايت د واشېر ولسوالۍ د «کارېز نو» په سيمه کې د ګوډاګۍ ادارې د مزدورې اردو يوه مهمه ټولۍ په بشپړه توګه فتحه شوه، ۹ تنه مزدور عسکر ووژل شول او نور په تېښته ولاړل.
د ښاغلي احمدي په وينا: په دغه بريد کې یو کاماز موټر او يوه شوبله ويجاړ شول او ۱۷ میله درنه وسله او ګڼ شمېر نور مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.
د هلمند ولايت حکومتي چارواکو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو او امريکا تر منځ د توافقنامې تر لاسليک راوروسته د کابل حکومت د هېواد په اکثره سيمو کې تعرضي عمليات پيل کړي او د نويو پوستو جوړولو ته يې ملا تړلې، چې له امله يې وخت نا وخته د طالبانو تر بريدونو لاندې راځي. همداراز د راپورونو پر اساس په ډېری ځايونو کې حکومت خپلو عسکرو ته د تعرض، چور او چپاول عامه اجازه ورکړې، چې د عيني شاهدانو په وينا د عسکرو ناوړه چلند مجبور کړي چې کور کلی پرېږدي.
بلخوا طالبان هم اکثره وخت په خپلو راپورنو کې په عسکرو تور پورې کوي چې کليوالو سره ناوړه چلند کوي، خلک ځوروي او ښکاره غلاوې کوي.
همداراز د سيګار د راپورنو پر اساس په جنوبي ولاياتو کې سم نيمايي (پنځوس فيصده) عسکر په مخدره توکو بوخت دي.
د کابل حکومت هم دغه راپورونه تأييدوي، خو هر وخت د جدي څېړنې او اصلاحاتو ژمنې کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button