د طالبانو اړوند د روغتیا کمیسیون له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ځانګړې سپارښتنې کړې

عزم شنبه،۸، وږی، ۱۳۹۹):په داسې حال کې چې په پروان، کاپیسا، میدان وردګو، لوګر او د هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې د پراخو سیلابونو د راتګ له امله ولسونو ته په لویه کچه ځاني او مالي زیانونه اوښتي، په غبرګون کې یې د طالبانو اړوند د روغتیا کمیسیون له نړیوالو ادارو د مرستو غوښتنو ترڅنګ خپلو منسوبینو ته ځانګړې سپارښتنې کړې دي.
کمیسیون ویلي، «د اسلامي امارت د صحت کمیسیون له هیوادوالو سره په دې درانه مصیبت کې ځان شریک ګڼي، د ځپل شوو خلکو لاس نیوی او خواخوږي خپله “دیني او ملي وجیبه” بولي، د لوی الله جل جلاله له دربار څخه شهیدانو ته جنت الفردوس او زخمیانو ته عاجله شفاء غواړي او وارثینو ته د جمیل صبر او جزیل اجر هیله کوي.»

دغه کمیسیون له نړیوالو خیریه ټولنو، د هیواد له متدینو شتمنو خلکو او د طبعي پیښو سره د مبارزې له نړیوالو سازمانو څخه غوښتي چې څومره ژر کیدای شي سیلاب ځپلوته ځان ورسوي او په دې سخت ناورین کې د هغو لاس نیوی وکړي.

کمیسیون له ټولو طالب منسوبینو څخه هم هیله څرګنده کړې چې له خپلو ځپل شوو هېوادوالو سره هر راز ممکنه مرستې وکړي. «په ځانګړي ډول د صحت کمیسيون ټولو منسوبینو ته سپارښتنه کوو چې په خپلو اړونده کلینیکونو او صحي مراکزو کې د سیلاب ځپلو زخمیانو لپاره په عاجله توګه د انتقال او علاج لازم وسائل تهیه کړي. »

د یاد کمیسیون لخوا خپره شوې اعلامیه وایي« دا چې د تجربو له مخې په سیلاب ځپلو سیمو کې ساري وبايي ناروغۍ ييدا کيږي، نو د صحت کمیسیون اړوند وقايوي ټيمونه دې وارله مخه تیار او جدي متوجه واوسي او د امراضو د مخنیوي تدابیر په پام کې ولري. »
د یادونې وړ ده چې طالبانو وړمه ورځ هم په یوه اعلامیه کې د سیلاب ځپلو سره د مرستو د غوښتنې ترڅنګ خپلو منسوبینو ته لارښوونه کړې وه چې باید د ځپل شویو کورنیو لاس نیوی وکړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button