هېواد ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان پر وضعیت بحث کېږي

عزم (دو‌شنبه، ۱۰، وږی، ۱۳۹۹ل): هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې لیکلي، د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په روان وضعیت بحث کېږي.

ورځپاڼې لیکلي، د امنیت شورا غونډې ته به د افغانستان په اړه د یوناما څلور میاشتنی راپور وړاندې شي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز هم ګډون وکړي.

«موږ د دې غونډې هرکلی کوو، دا چې په امنيت شورا کې د بحث وړ رپوټ پر نړيواله سوله او د امنيت د وضعيت په اړه ليکل شوی، نو بايد دقيق او حقايق په کې را نغښتل شوي وي، دا رپوټ په داسې حالت کې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې بحث ته وړاندې کېږی، چې افغانستان د يو شمېر ګاونډيو او سيمې او نړۍ مغرضو هېوادونو تر مستقيم يرغل لاندې دی.»

د سرلیکنې له مخې، افغانستان د ملګرو ملتونو غړی هېواد دی او د افغانستان په اړه باید ملګري ملتونه بې‌توپیره پاتې نه‌شي.«د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې بايد په دې اړه بحث وشي او دا چې افغانستان هم د ملګرو ملتونو د يوه غړي په توګه د دغه سازمان د ملاتړ حق لري، نو بايد ملګري ملتونه په دې اړه نور بې توپيره پاتې نه شي.»

ورځپاڼې لیکلي، افغانستان باید نور د پردیو له یرغلونو خلاص شي.«افغانان هم د نورو ملتونو په څېر د خپلواک هېواد په جغرافيه کې د تل پاتې سولې، پرمختګ، امنيت او ثبات حق لري، دوی د پياوړي، خوندي او باعزته ژوند حق لري او دا حق يې بايد خوندي وساتل شي او د همدې لپاره يې د ملګرو ملتونو غړيتوب تر لاسه کړی دی. افغانستان د ملګرو ملتونو د هر يوه روا، انساني، اخلاقي او بشري ارزښت درناوی کوي او ورته ژمن دی، خو په بدل کې يې پر هېواد ، پردی يرغل بايد پای ته ورسول شي، چې دا د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې ځنډ نه منونکې دنده ده. موږ د ملګرو ملتونو پر امنيت شورا غږ کوو، چې پر افغانانو له بېلابېلو لوريو دا روان يرغل ته د پای ټکې کېږدي او افغانانو ته ريښتنې سوله، امنيت او سوکالي راوړي، ځکه افغانستان هم د ملګرو ملتونو سازمان غړی دی او دا يې حق دی، چې د پردي يرغل په وړاندې يې ننګه او ملاتړ وشي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button