پکتیا کې پر امنیتي قطعه برید: طالبان وایي، لسګونو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې

عزم سه شنبه،۱۱، وږی، ۱۳۹۹): نن سهار وختي د پکتیا مرکز ګردیز د ولایت مقام ته څیرمه پر یوه امنیتي قطعه ترموټربم برید وروسته وسلوال تهاجمي برید ترسره شو چې لا هم دوام لري.

طالبان وایي، د لومړنیو معلوماتو په اساس په دغه برید کې د عملیاتي قطعې مرکز تر ډيره پورې له منځه تللی، لسګونه تنه عسکر په کې مړه او ژوبل دي او په وینا یې چې« د پیاده مجاهدینو لخوا لاهم په باقي پاتې دښمن باندې بریدونه دوام لري. »

خو د پکتیا والي بیا دغه برید پای ته رسیدلی بولي او وایي چې په دغه ستر موټر بم برید کې یې یواځې ۳تنه عسکر وژل شوي او ۵نور سطحي ژوبل دي.

که څه هم د پکتیا والي “حلیم فدایي” ویلي چې دا قطعه د عامه پروژو ساتنه کوي خو د طالبانو اعلامیه کې ویل شوي چې«یادې عملیاتې قطعې د پکتیا خوست، پکتیا لوګر او د پکتیا غزني په لولارو د مجاهدینو او خلکو په وړاندې عملیات کول، نوې پوستې يې افرازولې، د دښمن د نظامي قطارونو په نقل کې يې مرسته کوله او د مجاهدینو په ضد يې وخت په وخت وحشت ترسره کاوه. »
دا برید داسې مهال ترسره کیږي چې دولت پلوه ځواکونو په دې وروستیو کې پر ملکي ځایونو خپلو هوایي بریدونو ته زور ورکړی چې په همدې لړ کې یې څو ورځې وړاندې هم په بغلان ولایت کې هم د یوې مدرسې ۱۰تنه شاګردان شهیدان او د یادې مدرسې ودانې یې سره له ټولو کتابونو لمنځه یووړه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button