د ۵۴ اعدامیانو په ګډون ۱۰۰تنه نور طالب بندیان آزاد شول

عزم سه شنبه،۱۱، وږی، ۱۳۹۹): راپورونه وایي چې د بګرام او څرخي پله له زندانونو څخه په لسګونو تنه نور طالب زندانیان هم آزاد شوي دي.
د طالبانو یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، عزم ته وویل چې «د دوحې تړون د توافقنامې مطابق ۱۰۰ تنه بندیان د پلچرخي او بګرام له زندان څخه ازاد شول.»

سرچینه زیاتوي چې په ازادو شویو بندیانو کې ۵۴تنه یې په اعدام محکوم وه او ترڅنګ یې دوه زنانه اسیران هم وه، چې ټول یې نن خلاص او خپلو کورونو ته ستانه شول.
ویل کیږي چې دا کسان د طالبانو له ډیر اصرار او ټینګار وروسته ازاد شول

د یادونې وړ ده چې یره ورځ هم شاوخوا ۱۰۴تنه طالب زندانیان د څرخي پله او د هیواد له نورو زندانونو څخه آزاد شوي وو

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button