پکتيا، له سلو نه د زياتو ښوونځيو د جوړېدو چارې په ټپه ولاړې دي

عزم سه شنبه،۱۱، وږی، ۱۳۹۹): په پکتيا کې د ۱۰۳ ښوونځيو د ودانيو جوړولو چارې په ټپه ولاړې دي.
د پکتيا ولايتي شورا او عام ولس وايي، د دغو ښوونځيو د جوړېدو چارې د کليو د پراختيا او بيارغونې وزارت له خوا تېر کال د ۱۰ ميليونه ډالرو په ارزښت پېل شوې خو اوس په ټپه درېدلې.
د معلوماتو له مخې، پکتيا ټول ۴۰۵ ښوونځي لري چې ۲ لکه او ۶۰ زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي چې له دوو برخو، يانې ۷۰ سلنه نه ډېر يې تعميرونه نه لري او له تېر يو کال راهيسې هم کوم ښوونځی نه دی جوړ شوی.
د پکتيا د ولايتي شورا رئیس عبدالمالک ځاځی وايي، که د دې ښوونځيو د جوړېدو چارې ژر شروع نشي نو د موسم په بدلېدو به راتلونکي کال ته پاته شي.
مقامي چارواکي وايي، د ښوونځيو د ودانيو د نه جوړېدو لامل د بوديجې نشتون دی، خو د پکتيا والي محمد حليم فدايي بيا وايي: د ښوونځيو له سلو ډېرې دا ودانۍ د سعودي عربستان په مرسته جوړيږي چې د ماليې وزارت لخوا به يې بوديجه ډېره ژر د کليو د پراختيا او بيارغونې وزارت ته وسپارل شي، ستونزه به حل او کار به ژر شروع شي.
پکتياوال وايي، د ودانيو د نه شتون او د ښوونځيو د لرې والي له کبله، ډېری زده کوونکو ته زده کړو ته رسيده ګي سخته يا ترې پاته دي.
دوی غواړي چې د ښوونځيو د جوړېدو کارونه ژر پېل شي، نو په دې سره به د دغه ولايت ۵۰ زره زده کوونکو ته د زده کړو خوندي فضاء چمتو شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button