ننګرهار کې د ځڼغوزيو د حاصلاتو راټولونکي ځانګړي وسايل ووېشل شول

عزم چهارشنبه،۱۲، وږی، ۱۳۹۹): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست لخوا د ۲،۷ مليونه افغانيو په ارزښت ۲۲۰ تنو ته د ځڼغوزيو د حاصلاتو د راټولولو لپاره ځانګړي وسايل ورکړل شول.
هغه ۲۲۰ تنه چې دا ځانګړي وسايل پرې وېشل شوي، د ځڼغوزيو کاروباريان او د ځنګلونو د خونديتابه د کمېټې غړي دي.
ننګرهار يو له کرنيزو او حاصله خېزو ځمکو لرونکو ولايتونو څخه دی چې په خوږياڼو، شېرزاد، حصارک، اچين، هسکه مېنه، کوټ، دور بابا او ځينو نورو ولسواليو کې يې د ځڼغوزيو زرګونه هکټاره ځمکه لرونکي، ځنګلونه شته.
د دغه ولايت د کرنې رئيس انعام الله ساپی وايي، د افغانستان په کچه د ځڼغوزيو په توليد کې ۳۰ سلنه برخه د ننګرهار ده.
په وينا يې، د حاصلاتو راټولولو لپاره د ځانګړو وسايلو د نه شتون له کبله ٪۵۰ حاصلات ضايع کېدل خو د وسايلو له توضع وروسته به د ۳۰ سلنه ضايعاتو مخه ونيول شي او په راتلونکي کې به دغه شمېرې لا پسې ښې شي.
د ځنغوزيو د حاصلاتو راټولونکي (کاروباريان) وايي، حاصلات به مو د تيږو او لرګيو په ذريعه راغونډول چې ډېری به ضايع شول خو له دې وروسته به ستونزې حل شي.
ياده دې وي ننګرهاريانو ګيله لرله چې په لېرې پرتو سيمو کې ډېری وخت ځنګلونه په ناقانونه توګه وهل کيږي خو د کرنې رئیس او د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړې ډاډ ورکړ، چې د ځنګلونو د پرې کېدو د مخنيوي لپاره به ولسي تړونه رامنځته کړي او هغوی چې په ناقانونه توګه ځنګلونه وهي، و به نيول شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button