د طالبانو سوليز دريځ د ستايني وړ دی

 

طالبانو د خپلي واکمنۍ په دوره کې چې د کابل په ګډون کابو ټول افغانستان يې تر واک لاندې و، د خپلو سرسختو دښمنانو څخه يې هم د جګړې د نهايي کولو غوښتنه کول او د سولي وړانديزونه يې ورلېږل، خو هغوی چې د اقتدار تږې و، هر څه يې د څوکۍ لپاره قرباني کول، د ټوپکسالارۍ او پاټکمارۍ پر منصب ناست ول، د طالبانو د سولي وړانديزونه يې رد کړل، او پر لپسې يې د جګړې اور ته لمن وهل.
يولسم سپتمبر پر نيويارک تر خونړۍ حملې وروسته چې کله امريکې پر طالبانو فشار وارد کړ، او پر هغوی يې د بيلابيلو لارو تهديدونه ولګول، ترڅو د دوی په اند پر نيويارک د بريد طراح شيخ اسامه په لاس ورکړي، هلته هم طالبانو داسې دريځ غوره کړی و، چې په ټوله مانا د جګړې له اوره بري و، خو دا چې د امريکايانو په مغزو کې د کبر، غرور او غټبازي  اور بل و، نو د طالبانو په وړاندې يې داسې ګام پورته کړ، چې يوازې د افغانانو په زيان تمام نه شو، بلکې امريکايانو ته هم په کې زرګونه ځاني او ميلياردونه مالي زيانونه واوښتل.
د هغه وروسته د امريکايانو د يرغل په وړاندې که له يوه اړخه طالبانو نظامي ډګر تود ساتلی و، له بل اړخه يې وخت په وخت له خپل لورې په سياسي ډګر کې د مقابل لوري سره د افغان کشالې لپاره د تفاهم خبره هم تکرارول، چې بيا يې د همدې مقصد لپار مستقيما د قطر په پلازمينه دوحه کې خپل سياسي دفتر پرانست، او نور يې هم ولس او نړۍ ته ځانونه روښانه کړل، چې طالبان يوازې د خپل هيواد څخه د اشغال د خاتمي، د سولي او امن راوستولو لپاره په نظامي ډګر باور نه لري، بلکې ترڅنګ يې په روڼ او عاقلانه سياست هم له دې کشالې څخه د وتلو لپاره هلي ځلي کوي.
د طالبانو دې سياسي دفتر بېلابېل پړاونه ووهل، چې په هر پړاو کې يې د سولې او امنيت راوستلو هڅې او هاند د لمر په څېر ځلانده دي، چې تر ټول ښه ګام يې تېر کال د امريکايانو سره د اشغال د خاتمې د تړون لاسليک و، د اشغال خاتمه د سولې د راتګ لپاره حياتي رول درلود، ځکه د امريکايانو پوځي حضور او سوله لکه اور اوبه داسې سره ضد و، طالبانو د هغه تړون د لاسليک وروسته هم د تړون ټولو مادو ته خپل پوره ژمنتيا ښوولې ده، طالبانو د خپل سوليز دريځ د لا روښانه کولو لپاره په جګړه کې کمښت هم راوستلی و، د سولي د تړون مطابق د کابل ادارې زرتنه عسکر يې د تېر لوی اختر مخکي ټول خوشي کړي وو، د ولس د خوشباورۍ لپاره يې درې ورځی اوربند اعلان کړی و، د طالبانو دې ټولو کړو وړو خپل ولس او نړيوال اړ کړل، چې د هغوی د سوليز دريځ ستاينه وکړي، او د سولي ناره ورسره بدرګه کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button