بهرنیو چارو وزارت د ځینو هیوادونو لپاره نوي سفیران اعلان کړل

عزم پنجشنبه،۱۳، وږی، ۱۳۹۹): د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د چارو د لا ښه بهبود لپاره یې د ۱۲هیوادونو لپاره نوي سفیران ټاکلي او د یوه هیواد لپاره یې د شته سفیر دنده غځولې ده.
ویل کیږي چې دغه سفیران د اشرف غني او عبدالله د ډلې په ګډ انتخاب او د ۵۰_۵۰ شراکت ته په کتو سره غوره شوي دي.

د نوي اعلان له مخې، افغان حکومت زلمی رسول په لندن، کې سفیر ټاکلي همدارنګه امیرمحمد رامین په انقره، طیب جواد په مسکو، فرید ماموندزی په نوی ډهلی ، نجیب‌الله علی‌خیل په اسلام‌آباد، یما یاری په برلین او خالد زکریا په روم سفیران ټاکلي.
همداراز میرمن منیژه باختري د ویانان پلازمینه اتریش کې ، شفق خواتي،په ایران کې د کډوالو د برخې ځانګړی سفیر، امان‌الله جیحون، د آذربایجان پلازمینه باکو کې سفیر ؛ بسم الله وزیري د قرغزیستان پلازمینه بشکیک کې سفیر؛خان‌ولي د ترکمنستان پلازمینه عشق آباد کې د سفیر په توګه ټاکل شوي دي.
همداراز په آسترالیا کې د اوسني سفیر وحید ویسي دنده غځول شوې ده.

وزارت وایي د نویو ټاکل شویو سفیرانو له ډلې یې ۸تنه د ماسټري تر کچې او ۵نور د ډکټورا په کچه زدکړې لري.
د وزارت خبرپاڼه وایي چې ژر به ټاکل شوي سفیران خپلو اړوندو سفارتونو ته ور معرفي او ورولیږل شي.

خبرپاڼه وایي چې نویو سفیرانو کې یې قومي تناسب هم په پام کې نیولی او یاد شمیر د هیواد له ۵قومونو غوره شوي، همداراز د یوې میرمنې په زیاتوالي سره د افغان ښځینه سفیرانو شمیر هم دریو تنو ته لوړ شو

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button