پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د ۲،۲ ميليونه جلدو کتابونو وېشنه پېل کړه

عزم پنجشنبه،۱۳، وږی، ۱۳۹۹): د پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د اسلامي زده کړو مرکزونو باندې ۲،۲ جلده کتابونه ويشي چې شروع يې له پروان ولايت نه وشوه.
دا کتابونه د نوي ښوونيز نصاب مطابق، د پوهنې وزارت د اختياري بوديجې پر مټ، د داخلي مطبعو لخوا د ۲۰۰ ميليونه افغانيو په لګښت چاپ شوي دي.
تر دې وړاندې ديني مدرسو او د اسلامي زده کړو مرکزونو مشخص ښوونيز نصاب نه درلود چې له کبله يې وخت په وخت زياتې نيوکې کېدې.
د پوهنې او حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، د نوي نصاب کتابونو په وېش سره به ياده ستونزه حل شي. په خبره يې، دا نصاب د افغانستان او نړۍ نومياليو او تکړه عالمانو سره په مشوره چمتو شوی چې منځپانګه يې له ديني لارښوونو سره سمه او خورا ګټوره ده.
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو سرپرست محمد عارف ملکيار وايي، ډېر ژر به د ښوونکو لپاره د نوي نصاب څرنګوالي په هکله د ښونې او روزنې پروګرامونه هم پېل شي.
ويل کيږي چې دا مهال ټول ۲۲۰۰ مدارس او ديني مرکزونه د کابل له حکومت سره ثبت دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: