پیسې سوځول!

وايي چې پخوا يو سړی و، چې ټولو خلکو به لېونی باله، دا ځکه چې ده به مزدوري کوله او څه چې به يې ګټل له هغې ګټې څخه به يې چې ضروريات پوره کول نو د پاتې پيسو څخه به يې هر سهار د پنځو روپو نوټ سوځاوۀ.
د ده دا لېونتوب ډېر مشهور شو. څو چې د اقتصاد يوه متخصص وغوښتل چې دا لېونی وګوري چې دی څنګه هر سهار د پنځو روپو نوټ سوځوي.
دا متخصص يو سهار وختي د دې لېوني کور ته ورغی، لېوني هم په ډېر ورين تندي د ده هرکلی وکړ او چای يې ورته را وغوښت، خو متخصص وويل: چای نه څښم، فقط ما ته يوه قطعۍ سګرېټ راوغواړه.
لېوني هم سګرېټ را وغوښتل، په ښه اهليت يې مجلس ورسره وکړ، کوم وخت چې د ده د مزدورۍ وخت راغی نو متخصص ته يې وويل: زما د مزدورۍ وخت دی، مهرباني وکړه درځه چې ځو.
متخصص ورته وويل: ما اوريدلي وو چې ته داسې لېونتوب لرې چې هر سهار د پنځو روپو نوټ سوځوې، نن خو دې هيڅ و نه سوځاوۀ.
هغه سړي ورته ومُسکل او ويې ويل: لېونتوب خو نن تا وکړ نو ځکه ما پرېښود.
متخصص په ډېر تعجب وويل: زه او لېونتوب!؟ دا څه وايې؟!
هغه ورته وويل: وروره! ما به هر سهار د پنځو روپو نوټ سوځاوۀ، نن مې د هغو پنځو روپو تا ته سګرېټ راونيو، چې تا وسوځاوۀ…

مګر خلک زما سوځولو ته لېونتوب وايي او ستا سوځولو ته فېشن!!!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button