کله چې حقاني په ”ایمان سودا“ ته تیار نه شو

ع. غني عاطف

دا د هغه وخت کیسه ده چې امریکا لا پر افغانستان د نړیوالو په اېتلاف یرغل نه و کړی. په افغانستان کې هستوګن اسامه بن لادن د امریکا لپاره په بهر کې لومړی نمبر مطلوب کس و او د هغه د قتل یا نیونې لپاره یې له هرې ممکنې حربې کار اخیست. د حقاني صاحب د کورنۍ یو غړی وایي چې امریکایانو د یوه رابط له لارې له مرحوم جلال الدین حقاني سره اړیکه ونیوله څو د اسامه بن لادن په اړه یې د خپل نظر ملګری کړي او د هغه پر خلاف کار ترې واخلي.

مولوي جلال الدین حقاني په متحده عرب اماراتو کې و، امریکایانو له ځان سره له ډالرو ډکې خلطې له حقاني صاحب سره د لیدنې ځای ته یووړې. دوی تمه درلوده چې حقاني صاحب ته به د شوروي پر ضد د جهاد د وخت د مرستو او همکارۍ په وریادولو سره هغه چمتو کړي چې د اسامه بن لادن په تړاو د طالبانو نظر وربدل کړي – او یا هم حتی د هغه د له منځه وړلو لپاره کار ترې واخلي.

خو هغه وخت یې مخونه سره شول کله چې یې د حقاني صاحب له خولې سپین او په ډانګ پېیلی ځواب واورېد. مرحوم حقاني صاحب ورته وویل، تاسې له اسامه سره خپله ستونزه د خبرو له لارې حل کولای شئ، خو که په پوځي جامه کې زما خاورې ته راغلاست او زه ستاسو ملګری شوم، بیا به زه حقاني نه یم، بلکې زه به ستاسې په مقابل کې له خپل دين او هېواد څخه په دفاع کې جنګېږم.

امریکایان په داسې حال کې غوسه روان شول چې د حقاني صاحب خبرو یې د خولې خوند ورخراب کړی و او پر مېز یې له ځان سره له ډالرو ډکې راوړې خلطې پرتې وې. حقاني صاحب خلطو ته تش التفات وکړ او ترې روان شو.

امریکایانو تر دې غونډې وروسته لا هم تمه درلوده چې حقاني صاحب به یې ملګری شي او بیا یې هم ورسره ولیدل، خو بریالي نه شول چې له حقاني صاحب سره د هغه ”په ایمان سودا“ وکړي. مرحوم جلال الدین حقاني صاحب به د دې کیسې د روایت پر مهال ویل چې دوی غوښتل له ما سره زما په ایمان ”سودا“ وکړي.

حقاني صاحب د شوروي پر ضد د جهاد د وخت د ځينو ماده پرستو قومندانانو په څېر نه و چې د خپلو ابدي دښمنانو لخوا د وړاندې شویو ډالرو په لیدو یې سترګې پټې شوې او په ایمان او خاورې سودا ته تیار شول.

 حقاني صاحب هجرت، جهاد او قربانۍ د قدرت او پیسو لپاره نه ورکولې – همدا وجه وه چې تر پایه خدای جل جلاله په له ازمايښته ډک وخت کې په داسې حال کې په مستقیمه لار ثبات ورکړ چې د څنګ هوس-پرسته ملګري یې له شرق او غربه را الوتو بادونو ووهل او منحرف شول. د جلال الدین حقاني یاد به د خپلو کارنامو او للهیت له برکته جاویدان او فکر، ژوند به یې د مسلمه امت د راتلونکو نسلونو لپاره د لارې مشال وي.

 ان شاءالله تعالی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button