طالبان: تیره میلادي میاشت، تر ۱۲۰۰زیات دولتي منسوبین راسره یوځای شوي

عزم یکشنبه،۱۶، وږی، ۱۳۹۹):د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون په خپل میاشتني راپور کې په ډاګه کړې چې د روان (۲۰۲۰م)کال د اګست په میاشت کي ورسره شاوخوا ۱۲۰۱تنه دولتي منسوبین ملګري شوي دي.

راپور وایي چې یوځای شویو کسانو ورته مختلفه النوعه لویې اووړې وسلې ،مخابرې ،وسایط اویوزیات شمېرمهمات سپارلي او ژمنه یې ورسره کړې چې نور به دولتي اداراتو کې کار نه کوي«داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شووهیوادوالووعده وکړه چي نوربه دخپل ددین اووطن دخارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي ،دخپل مظلوم ولس اومجاهدینووروڼوسره به همکاري کوي »

خبرپاڼه وایي چې یوځای شویو کسانو ته ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون مشرتابه هرکلی ویلی ،انعامونه اوجایزې یې ورکړې او ددوی دا اقدام یې ستایلی دی.
طالبانو د تیر په څیر د ټولو یوځای شویو کسانو شهرتونه په خپل میاشتني راپور کې خپاره کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button