بل فساد؛ یو شمیر افغان محصلین د هند جعلي پوهنتونونو ته استول شوي

عزم یکشنبه،۱۶، وږی، ۱۳۹۹): یو شمیر هغه افغان محصلین چې هند ته په ځانګړو بورسیو کې استول شوي، وایي چې لوړو زدکړو وزارت پرې معامله کړې او دوی یې د یاد هیواد جعلي پوهنتونونو ته استولي دي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبر له مخې، محصلین وایي چې دوی په یادو پوهنتونونو کې دوه او درې کاله تیر کړي، خو اوس یې د هند حکومت اسناد له دې امله نه تائیدوي چې ګواکې هغه پوهنتونونه “جعلي ” او بې اعتباره دي.
ددوی په وینا چې «مونږ ته د هند حکومت وایي، خپل حکومت ته مو ووایئ چې د هند دولتي پوهنتونونو ته مو واستوي، دداسې خصوصي پوهنتونونو اسناد بې اعتباره دي»

محصلین شکایت لري چې دوی په ناخبري کې داسې خصوصي پوهنتونونو ته استول شوي چې نه یې اوبه، نه خواړه او نه هم د اوسیدلو ځایونه وه او پر دې سربیره یې سفارت هم ستونزو ته لاسرسی نه کاوو؛ په داسې حال کې چې ځینې هغه محصلین چې واسطې یې درلودې، دولتي پوهنتونونو ته استول شوي او د اوسیدنې د ځای په ګډون یې ټولې چارې برابرې او معیاري وې.

د بهرنیو چارو وزارت بیا وایي چې دا موضوع تر سفارت پورې تړاو نه لري او د لوړو زدکړو وزارت مربوط ده؛ خو دغه وزارت بیا د محصلینو یاده ادعا ردوي او وایي چې دوی یې با ارزښته پوهنتونونو ته لیږلي او ټول لوازم یې معیاري دي.

ځینې محصلینو ویلي چې دوی د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره له یوه کاله تر ۱۸میاشتو انتظار کړی، خو لا یې هم نه دي ترلاسه کړي؛ په داسې حال کې چې د لوړو زدکړو وزارت بیا وایي چې د هند حکومت ټولو محصلینو ته اسناد ویشلي او هغوی ته چې نه دي رسیدلي، ښایي تر څه ځنډ وروسته ورته ورسیږي.

د محصلینو په بورسیو کې فساد داسې مهال رابرسیره کیږي چې د حکومت په نورو برخو کې پراخ فساد ددې لامل شوی چې د هیواد بودیجه دیوالي او افغانستان د نړۍ د فاسدو هیوادونو په سرلیکه کې راشي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button