ولسي جرګه: ارګ د ملیشو جوړولو هڅه کوي

عزم سه شنبه،۱۸، وږی، ۱۳۹۹):تیره ورځ د اوړي له رخصتیو وروسته په لومړۍ عمومي غونډه کې دولسي جرګې وکیلانو وویل چې ارګ غواړي د “امنیتي میثاق”په نامه د ځینو جنګسالارو ډلو په مټ قومي ملیشې جوړې کړي تر څو په دې توګه خپله بقاء تضمین کړي.

د جرګې غړو وویل وروسته ترهغه چې د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د نوي امنیتي تړون چارې پيل کړې، د کابل ښار په ګډون زیات شمېر سیمو کې د جنايي جرمونو کچه لوړه شوې ده.

د ولسي جرګې د رئيس مير رحمان رحماني په ګډون يو شمېر وکيلانو تور ولګاوه چې حکومت هڅه کوي د هېواد په مختلفو ولايتونو کې دېرش۳۰ زره کسان د ملېشو په ډول مسلح کړي, چې ښایي دا کار قومي تربګنیو ته په پراخه کچه لمن ووهي.
خو د اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح چې ددې بهیر طراح بلل کیږي، وایي چې دغه تړون کې به له دولت او نظامه څوک بهر نه ورګډیږي او یواځې دولتي ارګانونه به داچاره ترسره کوي.
نوموړي زیاته کړې چې د وسلو د ویش او قومي ملیشو پروګرام نه لري، خو که اړتیا یې شوه پر ټولو لارو غور کولای شي.
ویل کیږي چې ارګ د فاریاب پخوانی جنګسالار چې دوه ځله پرې د ارګ ځانګړي ځواک خونړي عملیات هم وکړل، اوس د کانټنینټال هوټل کې میلمه کړی او د همدې ملیشو د چارو مسؤلیت ورسپاري.

ویل کیږي چې نن ورځ به د مسعود د یاد لمانځې ورځ کې هم د کابل ښار امنیت همدا ملیشې ساتي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: