اشرف غني یوه بله جګړه هم روانه ساتلې

حبیب مجاهد

اشرف غني که له یوې خوا د امریکایانو سره د ستراتيژیک تړون د امضاء کولو له امله د اشغال او روانې جګړې عامل بلل کیږي او درګرده له اشغالګرو څخه د جګړې د روان ساتلو خواستونه کوي. خو له دې نظامي او وژونکې جګړې سره سره یې یوه بله جګړه هم جاري ساتلې ده. د اشرف غني دا دوهمه جګړه ځکه خطرناکه ده، چې په هغه جګړه کې نوموړی زموږ معنوي اقدار، دیني ارزښتونه، سوچه فرهنګ او اخلاق وژني او د ځوان نسل فکرونه منحرفوي.

تاسو به متوجه یاست چې د اشرف غني په راتګ سره په کابل او نورو ښارونو کې د ښځو بي ستري، د ډمتوب پروګرامونه، د اختلاط او بې حجابۍ نمایشونه او نور مراسم په مراتبو زیات شوي دي. ورسره په اداراتو کې لوړې او مهمې څوکۍ د لیاقت او وړتیا په اساس نه بلکې غربي فرهنګ ته د وفادارۍ په اساس توزیع کیږي.

د اشرف غني په واکمنۍ کې ارګ له مشرانو او باتجربه کدرونو څخه تصفیه شوی او واک یې هغو ټامیانو، له غربه راغلیو نیمه افغانانو او کم عمره نجونو ته سپارل شوی چې له سینګار او ماډلیزم پرته په بل هیڅ هم نه پوهیږي. له دې ټاکنو سره یو ځای له ارګ څخه د بي ناموسیو، بدنامیو او رسواییو داسې کیسې راووتلې چې قلم یې په لیکلو شرمیږي.

اشرف غني اوس هڅه کوي زموږ د دیني اقدارو او سوچه فرهنګ پر خلاف د پیل کړې جګړې لمن ولایاتو ته هم وغځوي. نوموړی په وروستیو کې په ولایاتو کې کم عمره نجونې د والي د مرستیالانو په حیث ټاکي. او په ځینو ولایاتو کې یې د پولیسو مهمې وظیفې داسې نجونو ته سپارلې دي چې کوائف یې یوازې له فلمي بازیګرۍ سره جوړیږي. دا ټول څه تصادفي نه دي بلکې د زموږ د دین، فرهنګ او ټولنیز اخلاقي جوړښت په وړاندې د یوې بلې جګړې پیل دی. چې ښځو ته د حق ورکولو تر عنوان لاندې ترسره کیږي.

که د تېر استعمار تاریخ را وسپړو، نو هغه مهال هم اشغالګر هغه وخت له مستعمره هیوادونو ووتل چې کله یې په اشغال شویو ټولنو کې هم فکري او فرهنګي زهر وشیندل. هغوی یې په خپل رنګ ورنګول. خپل عادات، افکار، قوانین او د ژوند اصول یې  ورباندې تحمیل کړ او هغوی یې په فکري او فرهنګي ډول اشغال کړل. نو ځکه که اوس له اکثره اسلامي هیوادونو اګر کې انګریزان وتلي خو پرنګيتوب ترې نه دی وتلی. اوس یې هم قوانین، معارف، حکومت او ټولنیز اخلاق په پرنګي رنګ ککړ دي او لندن خپله فرهنګي او فکري قبله ګڼي.

له افغانستانه چې اشغالګر د تيښتې په حال کې دي نو اوس یې د وروستي فرصت په حیث خپل فکري او فرهنګي فعالیت ته زور ورکړی، تر څو که وتوانیږي په دې لنډه موده کې ډیر کار وکړای شي. نو ځکه اشرف غني د اشغالګرو په فرمایش درګرده د بې حیاء ښځو د ټاکلو، تشهیر او مطرح کولو کوښښونه کوي. ورسره یې په رسنیز ډګر کې هم دې تبلیغاتو ته زور ورکړی باید د ۱۹ کلن اشغال د وخت لاسته راوړنې(!) وساتل شي.

د دوی لاسته راوړنې په اصل کې هغه څه دي چې زموږ د مؤمن ملت لپاره د خساراتو معنی لري. ځکه دوی زموږ ملت ته یوازې بې حیایي، حرامخوري، اختلاس،ظلم، غصب، سود، قمار، اخلاقي جرائم او نورې بدمرغۍ راوړې دي. او اوس غوښتنه لري چې دغه بدمرغۍ دې له اشغال وروسته هم پاتې وي.

په دې حساسه مرحله کې زموږ مجاهدین لکه څنګه چې له دښمن سره نظامي برخورد ته توجه لري، د فکر، قلم او فرهنګ د ډګر مجاهدین او مبارزین باید د دښمن فرهنګي تهاجم ته بیدار واوسي. د اشرف غني او نورو سیکولرانو مضر فعالیتونه باید یو یو رسوا او ټولنې ته ورمعرفي کړي تر څو یې په خپل وخت مخه ډب شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button