طالبانو د بین الافغاني غونډې د وخت او خپل چمتوالي اعلان وکړ

عزم پنجشنبه،۲۰، وږی، ۱۳۹۹):د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم وردګ په یوه اعلامیه کې د قطر پلازمینه دوحه کې د بین الافغاني غونډې د پیل د نیټې په هکله اعلامیه خپره کړې او دې مذاکراتو ته یې خپل بشپړ چمتوالی په ډاګه کړی دی.

طالب ویاند د دغې غونډې د پیل ورځ د راتلونکې شنبې ورځ ښوودلې او زیاته کړې یې ده چې«د افغانستان اسلامي امارت او امريکا متحده ايالاتو تر منځ د شوې توافقنامې په اساس د افغانستان اسلامي امارت د بين الافغاني مذاکراتو په افتتاحیه غونډه کې د خپل ګډون چمتوالی اعلانوي‏کومه چې به د۱۴۴۲ هق د محرم الحرام په ۲۴ نېټه چې د۲۰۲۰ / ۹ / ۱۲ او د ۱۳۹۹ / ۶ / ۲۲ سره سمون لري په قطر هېواد کې پيلېږي.»

نوموړي ویلي، دوی “اسلامي امارت” دمذاکراتو بهیر په ښه ډول پرمخ بیولو او د اسلامي ارزښتونو او هیواد دعلیا منافعو په چوکاټ کې،دسرتاسري سولې او سوچه اسلامي نظام درامنځ ته کیدو هوډ لري.

دا اعلان داسې مهال کیږي چې د طالبانو ۶تنه بندیان چې لویدیځو هیوادونو یې په هکله ملاحظات درلودل نن د قطر پلازمینې دوحې ته واستول شول.

ویل کیږي چې سبا ورځ به د کابل مذاکراتي ټیم دوحې ته روان شي او د شنبې پر ورځ به د مذاکراتي بهیر افتتاح وشي چې په تعقیب به یې د یکشنبې پر ورځ پروتوکولي بحثونه او د اجنډا په هکله خبرې وشي او ددوشنبې په ورځ به رسماً دا خبرې پیل شي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button