د بین الافغاني خبرو د پیل اعلان؛ ټرمپ یې د پیل مراسمو ته مایک پمپیو ور لیږلی

عزم جمعه،۲۱، وږی، ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل اعلان وکړ او په تعقیب یې ارګ هم دغو مذاکراتو کې د خپل ګډون خبر ورکړ؛ تازه د امریکا ولسمشر ددغو مذکراتو د پیل هرکلی کړی دی.
ټرمپ څو ګړۍ وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به ژر دوحې ته لاړ شي او د سولې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستونکو مراسمو کې به ګډون وکړي.
نوموړي دغه مذاکرات د “خواوو” او جهتونو ترمنځ یاد کړل او زیاته یې کړه چې ژر به افغانستان کې د خپلو قواوو شمیر ۴زرو ته راښکته کړي.

د امریکا خارجه وزارت هم د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو هرکلی کړی او د مایک پامپیو له روانیدو یې خبر ورکړی دی.
پاکستان هم ددغو مذاکراتو له پیل څخه هرکلی کړی او دا یې یو مثبت ګام یاد کړی دی.
ویل کیږي چې دغو مراسمو کې به د ګڼو هیوادو سفیران او استازي ګډون ولري

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button