د سپټمبر د يوولسمې بهانه!

ليکنه: عباس عابد
نولس (۱۹) کاله وړاندې کله چې په امريکا کې دوه سوداګريز برجونه د الوتکو په واسطه ونړول شول او ګڼ شمېر خلک په کې ووژل شول، نو د ياد هېواد ديکتاتور واکر بُش يې پړه په القاعده باندې واچوله، خو القاعده دا تور په کلکه رد کړ.
اما امريکايي ديکتاتور واکر بوش، په خپل ضد ټينګ ولاړ و، تر دې چې د شیخ اسامه په بهانه یې زموږ پر ګران هېواد یرغل وکړ.
د نړۍ د ډېری هېوادونو د حکومتونو مهمې چارې د هغو هېوادونو جاسوسي او نظامي ادارې چلوي، د اړوند هېواد ولسمشر، لومړی وزير او يا پاچا يوازې د لوړغږي (لاوډسپېکر) دنده ترسره کوي، اصل کار او واک د استخباراتو او پوځ په لاس کې وي، نو امريکا هم لا پخوا کلکه اراده درلوده، چې پر افغانستان باندې يرغل وکړي.
نو امریکا په وچه سپین سترګۍ د یاد برید پړه پر شیخ اسامه بن لادن ور واچوله او نوموړی چې لا پخوا د شورويانو د يرغل پر مهال په افغانستان کې له نورو ډېرو عربو مجاهدينو سره موجود و، بوش د افغانستان اسلامي امارت څخه وغوښتل، څو شيخ اسامه امريکا ته ور وسپاري، سره له دې چې هيڅ دليل يې هم نه درلود او کوم ثبوت يې هم نه شو وړاندې کولی. ولې پرته له څه دلیل او ثبوته يې د نوموړي د ور سپارلو غوښتنه تکراروله، خو آن تر اوسه پورې امريکا داسې ثبوت نه دی ښودلی چې د نيويارک او واشنګټن په پېښو کې د اسامه بن لادن لاس درلودل ثابت کړي، خو امريکا پرته له دليله او ثبوته د سپتمبر د يوولسمې پېښه په اسامه ور وتپله، وايي: «د زورورو اوبه په پېچومي خيژي» د امريکا ديکتاتور واکر بوش او د بريتانيا لومړي وزير ټوني بليير هياهوی او غوغا پېل کړه د نړۍ سفرونه يې شروع کړل، د جنګ ځپلي افغانستان خلاف يې لوی د احزابو اشر جوړ کړ، څو د خندق غزا د کفارو یاد تازه کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د صليبيانو لوی اشر ته تسليم نه شو، د اسامه بن لادن ور سپارل يې و نه منل، خو د نړۍ سترو سترو هېوادونو د واکر بوش ګواښونو ته يا د ذلت سرونه ټيت کړل يا يې له بېغيرتۍ نه سترګې ښکته واچولې، چوپتيا او سکوت يې غوره کړ.
لنډه دا چې صليبي لښکر تيار شو، CIA په يو شمېر بې غيرتو افغانانو د ډالرو بوجۍ ووېشلې، هغوی هم د مرستې او بشپړې همکارۍ سينې ورته وډبولې، د ۲۰۱۱ز کال د اکتوبر په اوومه له زمکې او هوا نه د هېواد په سپېڅلې خاوره باندې بريدونه پېل شول، امريکا او ملګرو يې د يو طالب په نوم، په لسګونو عام ملکيان وژل. طالبانو هم تر يوې نيمې مياشتې پورې ښه مقاومت وکړ، نو ځکه خو د الازهر فارغو پروفيسرانو له صليبيانو څخه وغوښتل چې ښه غټ غټ بمونه پرې را وغورځوئ!
د هغو (صليبیانو) بمبار نور هم لا سخت او شديد شو، ولې طالبانو ښه مقابله کوله او صليبيانو د خپلو غلامو جاسوسانو د راپورونو په اساس د هېواد په هره سيمه اوهر ځای شديد هوايي او زمکني بريدونه کول او هېوادوال يې په شهادت رسول، نو طالبانو هم تکتيکي شا تګ وکړ او د کندهار ښار د جمعيت قوماندان ملا نقيب الله ته پاتې شو.
طالبانو د ولس او ملت د خونديتابه لپاره واک پرېښود، ولې صلیبيانو د زور زياتي دورې ډېرې کړې، هر افغان (چې قواره به يې په سنت طريقه برابره وه) په نښه کاو، يا به يې شهيداو او يا به يې بندي کاو، بندي کول او آن د ګوانتانمو تر جهنمي زندانه رسول او په کلونو کلونو هلته ساتل!!!
امريکايانو به په ډېر تکبر ويل، مونږ ستن هم وينو او خپل اهداف په دقيق ډول ويشتلی شو، نه اميرالمؤمنين ملا محمد عمرمجاهد رحمه الله راڅخه خطا کېدلی شي او نه اسامه بن لادن. خو، نه اميرالمؤمنين د دوی له خوا په شهادت ورسېده او نه اسامه بن لادن په افغانستان کې شهيد کړای شو، خو د دښمن لاپې شاپې وې، (د دوی) په اصطلاح هيڅ ترهګر به د زمکې پر مخ نه پرېږدو او نه به ژوند راڅخه وکړي. اما فيصلې بل ځای کيږي او شوې، فيصلې د الهي تقدير مطابق ترسره کيږي.
صليبيانو او د هغوی ګوډاګيانو د طالب او مجاهد وجود په زمکه نه شو منلی، خو “زور قالب نه لري”. طالبانو پر دښمن داسې استشهادي بريدونه پېل کړل چې لار يې ترې ورکه کړه. نو بيا يې ډېرو شيانو ته غاړه کېښوده او ويې منل. د ۲۰۲۰ز د فروري په (۲۸مه) يې له طالبانو سره د اشغال د خاتمې تړون لاسليک کړ. پنځه زره طالب بنديان خلاص شول او بين الافغاني مذاکرات هم د پېل کېدو په درشل کې دي، خو د کابل اداره يې په مخکې خنډونه او ځنډونه ايجادوي او کوشش کوي چې تر ممکن حده د سولې مخه ونیسی او دوی په چوکیو پاتې شي.
نو د سپتمبر د یوولسمې په بهانه راغلي امریکایان اوس ډېر سخت پښېمان دي، د اکتوبر د اوومې برید خپله لویه تېروتنه بولي او د فبروري د نهه ویشتمې تړون ته ډېر خوشاله دي!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button