داسې غیرتي میندې دې ډیرې شي!

عاکف مهاجر

د امریکا د اشغال له نیمایي څه زیات کلونه تیر شوي وو، لا هم د امریکا غرور نه وو مات شوی او ورسره ایمان پلورونکو افغانانو هم دا نه منل چې یوه ورځ به یې تنها د ریښتونو افغانانو ترحم ته لکه پخواني خلقیان پریږدي، خو یو شمیر ځوانانو د امریکا غلامي ته نه ویلي وو او یواځې یو خدای ته یې سر ټیټولو، د امریکا په ماتیدلو یې یقین وو، د امریکا په وړاندې یې وسلوال جهاد کولو، خپله مبارزه یې پرمخ بیوله.
خو یواځې زلمي نه وو بلکې د زرغونې غوندې میندې او د ملالې خویندې لا هم نه وې ختمې داسې څوک اوس هم وو چې خپل بچي قرباني ته وړاندې او له کفارو د مظلومو مسلمانانو انتقام پرې واخلي.
هغه څه ته رازم چې غوښتل مې څه پرې ولیکم.
له تیرو څو ورځو راهیسې د شپږ تنو طالب بندیانو د خلاصون او نه خلاصون خبرې کیدلې چې دا دی بیګا شپه دغه بندیان د قطر هیواد ته انتقال او طالب مشرانو ته وسپارل شول.
دغو بندیانو کې یو تن هم د سیدرسول په نوم هغه بندي وو چې تقریبا ۷ کاله وړاندې یې د پکتیا ولایت په شواک ولسوالۍ کې پر امریکایي ځواکونو برید کړی وو او تر ۵۰ زیات امریکایان یې وژلي وو.
دغه ځوان هغه مهال په یوه ویډیو کې چې د طالبانو له لوري رسمي نشر شوې وه راښکاره شو او ویل یې چې امریکایانو غوښتل د شواک له کمپاین کډې بار کړي ټانګونه یې شاوخوا درولي وو دوی یو مجلس جوړ کړی وو چې شرابونه، کبابونه پکې پراته او په زیرپیرانیو کې ډوډۍ ته ناست ول دا یې الوداعي پروګرام وو، ما همدغه موقع غنیمت وګڼله، لاړم خپل توپک مې راواخیست او یوه بوجۍ کې مې هم څو نور شاجوران له ځان سره راواخیستل هغه ځای ته ورغلم چیرته چې دوی د ناستې ځای نیولی وو بس د توپک شپیلۍ مې پرې راواړوله له پنځوسو څخه زیات مردار شول، نور همداسې راو وتلم، یوه خبره چې ډیره عجیبه وه هغه وایي مور به مې بار بار زنګ راته کولو او ویل به یې چې زویه ته به کله غزا کوې، دا چې زه د مور په خوښه او غوښتنه دغه کار لپاره لیږل شوی وم ما به ورته صرف همدومره ویل مورې لږ انتظار وکړه هغې ورځې ته ګورم چې دوی سم برابر شي.
د غازي سیدرسول په خلاصون کې دښمن ډیر کوششونه وکړل خو د خدای فیصلې نورې وې خپل غیرتي بنده یې روغ رمټ د دښمنانو له پنجو خلاص او تر خپلو مشرانو ورسولو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: