د بیان درواغجنه ازادي!

ليکنه: عباس عابد
لویدیځ او لویدیځوال د انسانانو د غولولو او تېر ایستلو له پاره د دیموکراسۍ تبلیغ کوي، وايي: په دیموکراسي کې د ښځو حقونه او د بشر حقونه خوندي او د بیان ازادي وي، خو رښتیا او حقیقت دا دی چې په دیموکراسي کې دا خبرې یوازې د شعار تر حده پاتې او تل په همدې آیین کې د بیان ازادي، د بشر او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي او لا هم لاندې کیږي. د بیان اوسنۍ ازادۍ چې نعره یې غربیانو پورته کړې یوازې او یوازې د کفارو له پاره ځانګړې شوې ده چې هغوی یې د اسلام خلاف کاروي او د مسلمانانو مرۍ پرې خفه کوي؛ په اوسنۍ دیموکراسي کې هیڅ مسلمان نشي کولی د بیان ازادي چې دوی یې د دیموکراسي اصل بولي د اسلام په ګټه وکاروي. په همدې بې خونده ازادي کې د نړۍ کمزوري او مستضعف وګړي د جابرانو او ظالمانو پر خلاف له ګټې نشي مستفید کېدلی؛ بلکې برعکس د هغوی په لا کمزوري کولو کې ګټه ترې اخیستل کیږي.
افغانستان ته چې لویدیځه ولسواکي (تش په نوم ولسواکي) را وارده شوه؛ نو غلامو واکمنانو له خپلو بادارانو نه مخکې د بیان ازادۍ له پاره پروپاګنده شروع کړه، د بیان ازادي ټولنې بنسټونه او نهادونه یې تاسیس کړل؛ خو دا هر څه نمایشي وو او لا تر اوسه په همدې خیالي بڼه شتون لري.
په دې نولسو کلونو کې ډیرو کسانو داسې فکر کاوو چې مونږ د بیان د ازادي حق لرو (په رسنیو کې د خپل لیدلوري او نظر خپرولو) او باید چې رسنیو کې د خپل سیاسي فکر اظهار وکړو؛ مګر کله به چې هغوی داسې وکړل؛ نو د چارواکو له لوري به یې ځینو ته اخطارونه ورکړل شول، ګواښونه به ورته وشول، له ځينو به د نه تکرار غوښتنه وشول او ډیر نور د همدې ازادۍ له امله ترور شول؛ لکه: سياسي شنونکی وحید مژده، دوکتور عبدالباقي امين او…
بعضې به ملي امنیت پورته کړل او تر ډیره وخته به یې د پخوانیو کینه ګرو او کینه کښو خادستانو په ولکه کې ورکړي وو، هغوی به پوښتنې ګرویږنې ترې کولې، لکه: قاضي محمد حسن حقیار، نظر محمد مطمئین، عبدالغفار جبیر او… چې د ملي امنیت ترخه میلمستا یې هم وڅکله او د بیان ازادۍ له حق نه هم نژدې خبر شول، هغوی دا هر څه په خپلو سترګو ولیدل چې څومره رښتیا وو؟!!
افغان دولت د بیان ازادي ډیره زمزمه کوي، ولې عمل نه پرې کوي، رحیم سکندر مدني فعال، ژورنالیست او خپلواک لیکوال و لیکنې یې په ډیرو رسنیو کې خپرېدې، کابل ادارې کله هم څه اخطار نه و؛ ورکړی؛ خو کله یې چې د ارغنداب د پېښې په اړه لیکل وکړل نو له هغه څو ساعته وروسته نوموړی د ملي امنیت له خوا پورته کړل شو چې تر اوسه یې څرک او درک نه لګیږي!!
هو! د رحیم سکندر مور او واړه ماشوم د ورک سکندر د راپیدا کولو غوښتنه کوي؛ خو ړوند حکومت نه د هغه مور ویني او نه د هغه واړه ماشومان په سترګو ورځي، دا ځکه چې نوموړی له بده مرغه قوم سره تړاو لري، که له هغه قوم سر یې ارتباط لرلی چې ارګ هم په ګولیو ویشتلی شي؛ نو به هیڅکله نه بندي کېده او نه به داسې ورک و. خو د ده تعلق له هغه قوم او قشر سره دی چې د آه کولو حق نه لري.
زه شخصاً رحیم سکندر نه پېژنم او نه مې لیدلی؛ خو به دې پوهېږم چې د لویدیځې دیموکراسي د بیان ازادۍ ماده دا معنی چې رحیم سکندر باید د حق په وینا کولو باندې بندي او تری تم نشي ځکه چې هغه د یادې مادې په رڼا کې لیکل کړي دي او که هغه (سکندر) د دوی (ړانده حکومت) په اند ګنهګار وي؛ نو د هغه مور او واړه ماشومان خو مجرمان نه دي باید په هغو رحم وشي خو غلام سرکار هسې د بیان د دروغژنې ازادۍ ډنډوره غږوي.!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button